افغانستان

په بدخشان کې يوې ترافيکي پېښې له ٦ تنو ژوند واخيست

د بدخشان د مرکز اړوند د بهارک- فيض آباد پر لويه لار يوې ترافيکي پېښې له شپږو تنو ژوند واخيست.

دبدخشان ولايت دآمنيې قوماندانۍ لپاره د طالبانو د امنيت آمر وايي دغه پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې يو پاسو ډوله موټر له سړک څخه واوښت او سيند ته ولوېد.

د ياد ولايت د امنيه قومداني لپاره د طالبانو وياند احسان الله کامګار وايي، د دې پېښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې دغه پېښه د يادې لويې لارې په آب افشک سيمه کې رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د آمو ټلوېزيون د راټولو شويو شمېرو پر بنسټ، په تېرو درېيو مياشتو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په بېلابېلو ترافيکي پېښو کې د يادو شپږو کسانو په ګډون شاوخوا ١٢٠ کسان مړه شوي او تر ٣٠٠ ډېر نور ټپيان شوي دي.

دا احصایه د دې پیښو له امله د تلفاتو په تاریخ کې زیاتوالی ښیي.

په هېواد کې د طالبانو تر واک لاندې د ترافيکو رياست مسوولينو له دې مخکې ويلي وو، چې ډېرى دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې غورۍ او د موټرونو د ډېر سرعت له امله رامنځته شوې دي.