نړۍ

ایران له اسراٸیلو سره د اوربند په خبرو کې د لبنان ملاتړ کوي

د امریکا د منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د لبنان او اسرائیلو تر منځ د اوربند د مسودې له لاسلیک وروسته، یوه لوړ پوړي ایراني چارواکي رویټرز ته ویلي، هېواد به یې د هر هغه پرېکړې ملاتړ وکړي چې له اسرائیلو سره د لبنان د اوربند په اړه د خبرو تضمين کوي.

د دې خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دا د شخړې د پای ته رسولو لپاره د تهران په چلند کې د بدلون ښکارندويي کوي، چې د لبنان حزب الله ( ډلې ته چې ویل کیږي د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي) «سخته ضربه» رسولې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې اسراٸیلو د پرله پسې څلورمې ورځې لپاره خپلو بریدونو ته زور ورکړی، د بیروت په جنوبي برخو کې یې د حزب الله تر ادارې لاندې سیمې په نښه کړې او یو شمېر ودانۍ یې نړولې دي.

د دغه راپور له مخې د بیروت په جنوب کې په ضاحيه باندې د اسرائیلو په پرونیو بريدونو کې د دغه ښار ډېرې ګڼې ګوڼې د یوې سیمې په شمول پنځه ودانۍ په نښه شوې دي.

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې په دغو بریدونو کې یې د دغه هېواد جنګیالیو د مهماتو ګودامونه، د حزب الله د قوماندې مرکز او نور تاسیسات په نښه کړي دي.

د یادولو وړ ده چې د لبنان دوو جګپوړو سیاسي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په لبنان کې د امریکا سفیر د اوربند د وړاندیز مسوده د لبنان د پارلمان رئیس نبيح بري ته وړاندې کړه. ښاغلی بري د خبرو اترو لپاره د حزب الله لخوا تاييد شوی شخص دى او د جمعې په ورځ یې د ایران له لوړ پوړو چارواکو علي لاریجاني سره کتلي دي.

علي لاریجاني په یوه خبري غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا هغه د امریکا د اوربند د پلان د کمزوري کولو لپاره بیروت ته راغلی دى، وویل: «موږ د تخریب په لټه کې نه یو، موږ د ستونزو د حل په لټه کې یو.»