نړۍ

د اسراٸيلو پوځ د بیروت په سویل کې د تخليې له امر وروسته بمبار وکړ

اسرائیلي پوځ د لبنان د پلازمېنې د اوسیدونکو د تخليې له امر یو ساعت وروسته د بیروت په جنوب کې بمباري وکړه. دا برید پرون په تل آويو کې پر یوې اډې د حزب الله د برید په غبرګون کې شوی دی.

حزب الله د چهارشنبه په ورځ وویل چې دوی د بې پیلوټه الوتکې په اډه برید کړی چې د اسراٸيلو د ادعاوو برعکس ددې ښکارندويي کوي چې دا ډله لاهم پر دې هیواد د برید کولو نظامي وړتیا لري.

لبناني چارواکو تر اوسه په بیروت کې د پنجشنبې د ورځې د برید مرګ-ژوبله نه ده تایید کړې.

خو د دغه هېواد د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳زره۳۶۵ ته لوړ شوی دی.

له تېر کال راهیسې په لبنان کې ۱۴زره۳۴۴ کسان ټپیان شوي دي.

د اسرائیلو پوځ ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د حزب الله ۲۰۰ غړي وژلي او ۱۴۰ راکټ لانچرونه او د حزب الله د وسلو یو شمېر ګودامونه یې ویجاړ کړي دي.

حزب الله تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د جنوبي بیروت اوسېدونکې زهرا عبدالله وايي:«موږ د ضاحيه اوسېدونکي یو، هرکله چې خبرداری ورکړل شي، موږ باید خپل ماشومان او زامن وباسو او په سړک کې ناست یو، تر هغه چې پای ته ورسېږي، موږ به بیرته ستنېږو، کله چې شپه راشي او د سهار په درېیو بجو خبردارى ورکړل شي، موږ نشو کولی بهر لاړ شو، موږ باید له خپلو ماشومانو سره په خطر کې پاتې شو.»

د بیروت په جنوب کې بې ځایه شوي آیات زیاته کړه: «موږ وایو چې خدای زموږ سره مرسته کوي، دا یوازې زه کولی شم تاسو ته ووایم، ځکه چې داسې ښکاري چې شیان بدلیږي، خرابیږي، او زه حتی نه پوهیږم چې اوس د حل لاره شتون لري.»

دا په داسې حال کې ده، چې حزب الله هم پر اسرائیلو ۴۰ راکټونه یا ډرون بریدونه کړي دي. چې ډېری یې د دغه هېواد د پوځ له خوا نیول شوي دي.

په عين حال کې اسراٸيل د لبنان په جنوب کې د خپلو شپږو پوځيانو وژل کيدل تائيد کړي دي.

د اسراییلو پوځ د خپلو پولو په اوږدو کې له نږدې یو کال راهیسې د ډزو له تبادلې وروسته په سپټمبر میاشت کې په لبنان کې د حزب الله ډلې پر ضد ځمکني او هوايي بریدونه پیل کړل.

حزب الله ویلي، چې اسراییلو له سختو بریدونو سره سره د دې ډلې توان له منځه نه دی وړی او په لبنان کې یې هیڅ کلی هم نه دی نیولی.