افغانستان

طالبانو په ننګرهار کې یوه ښځه او لس نارینه په «عام محضر» کې په درو ووهل

عکس له آرشیف.

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو له خوا د خلکو د جسمي مجازاتو په دوام، یوه ښځه او لس نارینه د خلو د سترګو په وړاندې په درو ووهل شول.

د طالبانو تر ادارې لاندې د سترې محکمې په خبرپاڼه کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه، راغلي چې دغه کسان د«زنا، لوطت او نامشروع اړیک» په تور هر یو له ۳۰ تر ۳۹ دورو وهل شوي دي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې دغو کسانو ته د ښاري محکمې، د سرخرود ولسوالۍ د ابتدايي محکمې او د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ د طالبانو د ابتدايي محکمې له خوا د درو وهلو سزا صادره شوې ده.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي، چې د دغو کسانو په درو وهلو په مراسمو کې د بېلابېلو محکمو طالب چارواکو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و.
د غويي د میاشتې له پیل راهیسې طالبانو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۸۵ تنه په عام محضر کې په درو وهلي دي.

په هر ولایت کې په درو وهلو جزیات:
بامیان: دوه تنه د بېلابېلو جرمونو په تور په دندو درو ووهل شول.
خوست: ۷ تنه د زنا په تور او ۱۰ تنه د زنا او غلا په تور په درو ووهل شول. د دوی هر یو د ٢۴ څخه تر ٣٩ دروې وهل شوي او ۱۶ په بند محکوم شوي.

کابل او فارياب: دوه تنه د زنا په تور په درو وهلو تر څنګ په بند هم محکوم شول.
پروان: د يوې ښځې په ګډون څلور تنه له کوره د تېښتې په تور په دورو وهل شوي او بنديان شوي دي.
ننګرهار: د یوې ښځې په ګډون څلور تنه د نامشروع اړیکو لرلو او له کوره د تېښتې په تور په درو ووهل شول. دغه راز په دغه ولایت کې ۱۱ نور کسان د زنا، لواطت، ناروا اړیکو په تور په بند محکوم شوي.

پکتيکا: دوه تنه د غلا په تور د درو وهلو تر څنګ په بند محکوم شول. یو بل کس د غلا په تور په دورو او بند محکوم شو.
تخار: د یوې ښځې په ګډون دوه تنه د زنا په تور په درو ووهل شول.
ميدان وردګ: یو تن د لواطت په تور په دره ووهل شو.
جوزجان: د څلورو ښځو په ګډون ۲۲ تنه د شرابو د خرڅلاو او زنا په تور په درو ووهل شوب.

غزني: دوه تنه د نامشروع اړيکو په تور، درې تنه د اداري فساد او يو تن د اخلاقي فساد په تور اووه تنه په دورو او بند محکوم شول.

دا احصایې په افغانستان کې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ په موده کې د تورنو کسانو په مجازاتو کې بې ساري زیاتوالی ښيي.
پرون (چهارشنبه د لړم ۲۳) طالبانو د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې یو کس د خلکو د سترګو په وړاندې د قصاص په تور اعدام کړ.
په ٢٤٠١ هجري قمري کال کې د طالبانو مشر د شرعي سزا د پلي کولو امر صادر کړ چې په هغو کې په درو وهلو، قصاص او د لاسونو پرې کول شامل وو.
د هبت الله اخندزاده له دغه حکم وروسته طالبانو د لومړي ځل لپاره په تخار کې د همدې کال د وږي په ۲۸ مه ۱۹ تنه نارینه او ښځې په درو وهلي او بیا تر اوسه پورې په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه کسان د خلکو د سترګو په وړاندې د طالبانو له خوا په درو وهل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې د خلکو جسمي مجازات کول ودروي.