افغانستان

د روسيې ځانګړی استازی د افغانستان د وضعیت د څېړلو لپاره پاکستان ته ځي

ضمیر کابلوف، نماینده ویژه روسیه برای افغانستان.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې زهرا بلوچ نن په یوه خبري غونډه کې ويلي چې د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف نن پنجشنبه پاکستان ته سفر کوي.

د مېرمن بلوچ په وینا، هغه به د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې آمنې بلوچ سره وګوري او د افغانستان او لوېدیځې اسیا په چارو کې د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر احمد نسیم ورایچ سره به تفصیلي خبرې وکړي.

هغې زیاته کړې، چې په دغو کتنو کې به دواړه لوري د افغانستان وروستي پرمختګونه وڅېړي او د سیمه ییزې سولې او ثبات په ټینګښت کې به د ګاونډیو هېوادونو د رول په اړه د نظرونه سره شريك کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په وار وار له طالبانو غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان د غړو د شتون په اړه اقدام وکړي. طالبانو په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان شتون رد کړی دی، خو د ملګرو ملتونو د هغه راپور له مخې چې د چنګاښ په میاشت کې خپور شو، د دغې ډلې شاوخوا شپږ زره غړي په افغانستان کې ځای پر ځای دي.