افغانستان

له طالبانو سره د بندیانو په اړه د خبرو لپاره کابل ته د ایراني پلاوي سفر

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي چې د ایران د عدلیې وزارت یو پلاوی کابل ته راغلی چې د دوى له چارواکو سره له « ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد» او له افغانستان څخه د «ایراني بندیانو د انتقال» په اړه خبرې وکړي

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د بشري حقونو او د نړیوالو چارو لپاره ایران د عدلیې وزارت مرستيال عسکر جلالیان د دغه پلاوي مشري کوي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ کابل ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې له افغانستان سره په ۲۰۰۵ کال کې د بندیانو د لېږد تړون لاسلیک شوی او طالبان د دغه رسمي تړون پابند دي.

د هغه په ​​وينا، په ايران کې د هېواد ډېرى زندانيان د نشه يي توکو په قضيو پورې تړاو لري.

دغه ایراني چارواکي زیاته کړې، چې دغه لېږد د بندیانو په غوښتنه ترسره کېږي او که چېرې بندیان رضایت ونه لري، افغانستان ته نه ستنېږي.

تر دې وړاندې د ایران د عدلیې وزارت اعلان کړی و چې دغه هېواد به په دوو میاشتو کې ۱۰۰۰ افغان بندیان طالبانو ته وسپاري او د دې وزارت مرستیال به له طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته سفر وکړي.

د دغو راپورونو له مخې، هغه افغان بندیان چې د اعدام او يا د قصاص په سزا نه وي محکوم شوي، هېواد ته به ستانه کړل شي.

ښاغلي جلالیان همداراز ويلي چې « د طالبانو په زندانونو کې تر لسو کم ایرانیان» هم پراته دي.

هغه زیاته کړه: «د وروستیو احصایو له مخې، په افغانستان کې د بندیانو شمېر له لسو څخه کم دی او موږ هڅه کوو چې دوى په منطقي ډول او د هوکړې پر بنسټ هېواد (ایران) ته ولېږدوو.»

د يادونې وړ ده، چې افغان بنديان به د ايراني چارواکو له خوا تر سپارلو وروسته د خپل بند پاتې موده د هېواد په زندانونو کې تېروي.