په فراه ولایت کې یو سړی چې له اوو کلونو راهیسې په کور کې بندي و، خوشې شو.
په فراه کې د طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر رياست وايي چې دغه سړى يارمحمد نومېږي او د خپل زوى له خوا بندي شوى و.
تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه سړی ولې د خپل زوی له خوا زنداني شوی دی.
د طالبانو په وينا، دغه سړى د فراه ولايت د يزدا کلي په يوه کور کې ساتل شوى و.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان بېلابېل ولايتونه په ځانګړې توګه لرې پرتې سيمې تل د لويانو او ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي شاهدې دي.
ناوړه دودونه، د کورنۍ د غړو بې سوادي، جبري ودونه، په ټولنه کې ښځو ته ټيټ کتل، په کورنیو کې نروکي او کورنۍ شخړې په افغانستان کې د لویانو او ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له اصلي لاملونو څخه ګڼل کیږي.
له بلې خوا د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له خوا د افغانستان تر واک لاندې کېدو او په هېواد کې د ښځو د بنسټیزو حقونو پر وړاندې د هغوی د سختو سیاستونو او همدا راز فقر او بېکارۍ، د په افغانستان کې د ښځو لویانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات کړى دی.