پرون (چهارشنبه، د لړم ۲۳) د لبنان د بیروت پر جنوب د اسرائیلو په بریدونو کې اته تنه ووژل شول.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، د لبنان د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په وژل شویو کې درې ښځې او درې ماشومان هم شامل دی.
په دغو بریدونو کې د بیروت په څنډه او د ضاحیه په سیمه کې د نیم دوجين په نوم یوه ودانۍ ونړول شوه.
په ورته وخت کې دغه خبري اژانس ویلي چې د لبنان حزب الله د چهارشنبې په ورځ پر اسرائیلو ۴۰ توغندي وتوغول چې په نتیجه کې یې د لبنان په سویل کې د دغه هېواد شپږ پوځیان ووژل شول.
له بلې خوا د حزب الله له خوا د يادو توغنديو په توغولو د اسرائیلو په مرکزي سیمو کې د خطر زنګونه وهل شوي دي.
په همدې حال کې، څلوېښت کلن لبناني تبعه حسن موسی وايي: «هغوی (اسراٸيلي پوځ) د شپې بمباري کوله، اوس يې د ورځې په اوږدو کې کوي. وضعیت ورځ په ورځ خرابیږي.»
هغه زیاته کړه چې د اسرائیلو هوايي بریدونه د بیروت د آرامون په څېر سیمو ته هم غځېدلي دي.
د اسرائیلو پوځ ویلي، چې د دغه هېواد هوايي ځواکونو په دغو بریدونو کې د حزب الله د وسلو ۹ مرکزونه او ګودامونه په نښه کړي او له منځه وړي دي.
د یادولو وړ ده چې د روان کال د سپټمبر په وروستیو کې د غزې د جګړې سره په موازي توګه د شاوخوا یو کال د پولې د جګړې نه وروسته اسراٸیلو د حزب الله چې ویل کیږي د ایران لخوا ملاتړ کیږي، پر خلاف ستر هوايي او ځمکني برید ترسره کړ.
په دغو بریدونو کې د حزب الله د مشر حسن نصرالله، د هغه ځای ناستی هاشم صفی الدین او د دغې ډلې د نورو لوړ پوړو قوماندانانو په ګډون سلګونه کسان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د لبنان حزب الله د اوربند لپاره د واشنګټن وروستي وړاندیز ته وروسته له هغه چې یوه امریکايي چارواکي د هوکړې هیله څرګنده کړه، انتظار باسي.