رویټرز د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه ټیم د ګوښه کولو لپاره د متحده ایالاتو د دفاع وزارت یا پنټاګون د لوړ پوړو افسرانو نوملړ چمتو کوي.
دوو سرچینو ياد خبري اژانس ته ویلي احتمال شته، چې په دې نوملړ کې د امریکا د پوځ لوی درستیز چارلز براون هم شامل وي چې یو بې ساری بدلون به وي.
يادو سرچینو چې نوم يې نه دى خپور شوى ویلي، چې د امریکا د دفاع وزارت د افسرانو او چارواکو ګوښه کول په ټاکنو له بريا وروسته د ټرمپ له لومړیتوبونو څخه دي.
په دې راپور کې ویل شوي چې که څه هم دا نه ده څرګنده چې ایا ډونلډ ټرمپ پخپله دغه طرحه تصویبوي او که نه؛ خو په تېرو وختونو کې يې د هغو دفاعي مشرانو په وړاندې سخت دريځ اختيار کړى چې پر ده يې نيوکې کړي دي.
رویټرز وايي، د ښاغلي ټرمپ کمپاین دفتر او ټیم يې په دې اړه د دوى پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
تر دې وړاندې د پولیټي زوم مجلې راپور ورکړی و چې ډونالډ ټرمپ د یوه فرمان مسوده چمتو کړې چې پر بنسټ به یې د هغو امریکايي افسرانو او جنرالانو د استعفا غوښتنه وشي چې له افغانستانه د وتلو په بهیر کې یې لاس درلود.
یوې سرچینې رویټرز ته وویل: «هر چا چې د مارک میلي لخوا او ارتقا کړي وي او يا ټاکل شوی وي له دندې به ګوښه شي. ملي لخوا د ټولو ګمارل شويو بشپړ نوملړ شتون لري ، او دوی به ټول ګوښه شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې باب ووډوارډ په خپل کتاب کې چې تېره میاشت د «جنګ» تر سرليك لاندې خپور شو، د ښاغلي میلي په حواله ویلي چې هغه ډونالډ ټرمپ یو «اصلي فاشیست» بللی او د ټرمپ متحدینو هغه د ولسمشر سره د بې وفايۍ له امله په نښه کړى.
د متحده ایالاتو د لوړ پوړو پوځي مشرانو د ګوښه کولو پلان افشا کول یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چې ډونلډ ټرمپ د متحده ایالاتو د ملي ګارد پخوانی افسر پیټ هګسټ د خپلې ادارې د نوي دفاع وزیر په توګه وټاکه.