د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (يو اېس اى آې ډي) په یوه راپور کې چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېسيون په حواله ورکړل شوی، ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د اګست له ۱۵مې تر ۲۰۲۴ زيږديز کال پورې له ایران او پاکستان څخه ۲.۲ میلیونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د دغه بنسټ د راپور له مخې یوازې ۷۳۴زره ۸۱۷ افغان کډوال له پاکستانه راستانه شوي دي.
دغه بنسټ وايي، چې تر دې مهاله يې له ۵۸۸ زره راستنېدونکو هېوادوالو سره مرستې کړې دي.
د دغه راپور له مخې، تېر کال په هېواد کې ۲۳،۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا درلوده، چې له دې ډلې ۱۷،۳ میلیونه بېړنیو مرستو ته اړتيا درلوده چې په ټوله کې ۳۲،۱ میلیونه کسانو بشري مرستې ترلاسه کړې دي.
د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې همداراز د کډوالۍ د نړیوال سازمان په حواله ویلي چې تیر کال افغانستان د ۶،۶ میلیونه داخلي بې ځایه شوي درلودل.
دغه سازمان زیاتوي چې اوس په هېواد کې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شویو کسانو ته بېړنۍ مرستې رسوي.