افغانستان

فرانسې له افغانستان سره درې میلیونه یورو مرسته وکړه

فرانسې په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان ته درې میلیونه یورو (له څه باندې ۲۱۶ میلیونو افغانیو معادل) ځانګړي کړي دي.

د خوړو نړیوال سازمان په یوه راپور کې وايي، په افغانستان کې د لوږې مخ پر زیاتیدونکي بحران په ځانګړې توګه میندې او ماشومان اغېزمن کړي دي.

په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې په لومړنیو ښوونځیو کې له ۱۵زرو څخه زیات نارینه او ښځینه زده کوونکي به هره ورځ یوه اندازه روغتیايي خواړه ترلاسه کوي او له ۳۵زرو څخه زیات کسان به د خپلې ټولې کورنۍ د تغذیې د ښه کولو لپاره د میاشتني سبزیجاتو غوړیو څخه برخمن شي..

د راپور له مخې، نږدې ۶۰ زره کوچني ماشومان او له ۱۰ زرو څخه زیاتې امیندواره یا شیدې ورکوونکې میندې به ځانګړي تغذیه شوي خواړه ترلاسه کړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو د وزارت یوې چارواکي سیلینا ګرنه کاتالانو ویلي دي چې د ټولو افغان کورنو څخه  له درې پر څلورمې برخې نه زیات خوراکي خواړه نه شي ترلاسه کولای.

هغې زیاته کړه: «فرانسه په داسې حال کې چې د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې په پاریس کې د تغذیې د ودې لپاره د نړیوالې غونډې کوربه توب کوي خوارځواکۍ سره مبارزې ته لومړیتوب ورکوي اود افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړه ده او د اړتیا په صورت کې د خدماتو وړاندې کولو لپاره ژمنه ده.»

په راپور کې ویل شوي چې سږ کال د مالي بحران له امله د خوړو نړیوال پروګرام نه دی توانېدلی چې دوه میلیونه ښځو او ماشومانو ته د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره خواړه برابر کړي.

د راپور له مخې، تېر کال د بودیجې نشتوالی د دې لامل شو چې د خوړو نړیوال پروګرام ۱۰ میلیونه وګړي له خپلو خوراکي مرستو کم کړي او دې کار د افغانستان ځینې ولایتونه د خوارځواکۍ بېړنۍ کچې ته د ستنېدو له خطر سره مخ کړي دي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام  مرستیال، هارالډ مینهارټ وویل، دا مرستې په یوه حساس وخت کې د هغو افغان میندو او ماشومانو لپاره چې د لوږې له کړکیچ څخه ډېرې اغیزمنې شوې دي چمتو کیږي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي زیاته کړه: « افغانستان د نړۍ په کچه د لوږې ستر ځای دی او له څلورمې برخې څخه زیات نفوس یې له لوږې سره مخ دي او له لسو کورنیو څخه ۹ یې د ښځو په مشرۍ د خوراکي توکو د برابرولو توان نه لري.»

دا په داسط حال کې ده، چې ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې په افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو یو شمېربنسټونو هم په افغانستان کې د ژمي په را رسېدو سره د بشري مرستو د کموالي خبرداری ورکړی دی.