افغانستان

طالبانو د ټلېفوني اړیکو او انټرنیټي خدمتونو د لګښت لپاره حد وټاکه

عکس از آرشیف

د طالبانو تر ادارې لاندې د مخابراتو او ټيکنالوژۍ وزارت نن چهارشنبه په کابل کې په یوه غونډه کې د تلیفوني مکالمو او انټرنېټ کڅوړو د لګښت لپاره نوی حد اعلان کړ او ویې ویل چې د دغو خدمتونو بیه به له ۱۴ تر ۳۶ سلنې پورې راټیټه کړي.

د طالبانو د مخابراتو وزير نجيب الله حيات حقاني په دې غونډه کې وويل چې د يوې دقيقې د کورنيو ټېلېفونونو بيه ١،٣٠ افغانۍ او له يوې شبکې څخه بلې ته ١،۴٠ افغانۍ ده.

د هغه په ​​وينا، دغه شمېره د تېر لګښت په پرتله له ٣٠تر ٣٦ سلنې کموالى ښيي.

هغه زياته کړه، چې د يو جي بي انټرنېټ مياشتنۍ بسته بيه ٩٥ افغانۍ ټاکل شوې، چې د ده په وينا، د انټرنېټ د پخوانۍ کڅوړې بيه ١۴ سلنه کمه ده.

هغه زياته کړه، چې مخابراتي شبکې د خدمتونو وړاندې کولو او کڅوړو د بيې په ټاکلو کې خپلواکې دي او کولاى شي په رقابتي بڼه فعاليت وکړي.

هغه همداراز وویل چې مخابراتي شبکې به په هرو ٣٠ ثانیو کې د ټلېفونونو لګښت محاسبه کړي.

د طالبانو د مخابراتو وزیر په دې غونډه کې وویل چې په هېواد کې مخابراتي شرکتونه مکلف دي چې د دې لارښوونې پر بنسټ په یوه نیمه میاشت کې خپل جوړښتونه او خدمات چمتو او په نوي کال کې یې پلي کړي.

د هغه په ​​وينا، اوسمهال په ټول هېواد کې ٨زره٣٩١ مخابراتي شرکتونه فعال دي، په داسې حال کې چې تېر کال دغه شمېر ٧زرو ۵۵٦ آنتنونه وو.

هغه ويلي چې هڅه کوي چې دا سايټونه په راتلونکي کال کې په ټول هیواد کې نهه زره مخابراتي سایټونو ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې هېوادوالو تل د انټرنیټي خدمتونو ټیټ کیفیت او لوړ لګښت په اړه اندېښنټ ښودلې ده.

دا مهال په افغانستان کې د افغان ټيلي کام دولتي شرکت تر څنګ پنځه نورې مخابراتي شرکتونه هم فعاليت لري.