افغانستان

د طالبانو پلاوی د جنوبي آسیا د مقرراتي ادارو په غونډه کې د ګډون لپاره هند ته ولاړ

طالبان وايي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا د څانګې د مشر برات شاه آغا ندیم په مشرۍ د دوی یو پلاوی هند ته ولاړ

ذبیح الله مجاهد پر اېکس یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی د پلاوي د سفر موخه د جنوبي آسیا د هېوادونو د مخابراتو مقرراتو په غونډه کې ګډون کول دي.

دا له درې کلنې واکمنۍ وروسته هند ته د طالبانو د پلاوي لومړی سفر دی.

دا په داسې حال کې ده، چې روانه اوونۍ په ممبۍ کې د افغانستان د کونسلګرۍ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوی دیپلومات هم دغه هېواد منلی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له خوا د دغه ډیپلوماټ د معرفي کولو په تړاو ویلي دي: «په ممبۍ کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې د طالبانو د ډیپلوماټ ټاکل یوازې د دې ډیپلوماتیک دفتر د کار د پرمخ بیولو او د دې مسئلې د حل لپاره دي. د طالبانو په رسمیت پیژندل کومه مسله مطرح نه ده.»

تېره اوونۍ د دغه هېواد د بهرنيو چارو د مرستيال جي پي سنګ په مشرۍ د هند يو پلاوى کابل ته راغلى و او د افغانستان د دفاع وزير محمد يعقوب مجاهد او د طالبانو د بهرنيو چارو د وزير اميرخان متقي په ګډون يې له يو شمېر طالب چارواکو سره وليدل.

خو هندي رسنیو ویلي چې د حکومتونو په رسمیت پېژندنه یوه ځانګړې پروسه ده او هند به د طالبانو په اړه د نړیوالې ټولنې پرېکړې تعقیب کړي.