د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د متحده ایالاتو د ملي ګارد پخوانی افسر پیټ هګسټ چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې، د دفاع د وزیر په توګه ټاکلى دی.
ښاغلی هګسټ، چې په عراق او ګوانتانامو کې یې هم دنده ترسره کړې، د فاکس نیوز خبریال او د ټرمپ د «لومړى امریکايي» د پالیسۍ کلک ملاتړی دی.
ښاغلي ټرمپ په یوه خبرپاڼه کې وویل: «پیټ سخت، هوښیار او د « لومړى امریکايي» ریښتینی پلوى دی. د دفاع په وزارت کې د هغه شتون سره د امریکا دښمنان خوندي نه وي – زموږ پوځ به یو ځل بیا پیاوړی شي، او امریکا به هېڅکله شاته ونه ګرځي».”
۴۴ کلن ښاغلی هګسټ د ټرمپ یو له نژدې متحدینو څخه دی او ټرمپ مخکې هم هغه په خپله لومړۍ اداره کې د نورو دندو لپاره ګمارلى و.
هغه چې له سرتېرو او پخوانیو سرتېرو څخه په کلک ملاتړ لپاره پېژندل شوی، فاکس نیوز کې یې د خپلو برنامو له لارې د نظامي مسلو او د ټرمپ د پالیسیو ملاتړ کړی دى.
ښاغلی هګسټ په ۲۰۰۳ کال کې له پرنسټن پوهنتون څخه تر فراغت وروسته د اردو د ملي ګارد سره یو ځای شو او په افغانستان، عراق او ګوانتانامو کې یې د پیاده ځواکونو د قومندان په توګه دنده ترسره کړه.
په جګړه کې د خپلې پراخې تجربې سره سره، ښاغلی هګسټ د ملي امنیت یا پنټاګون د لوړ پوړې مدیریت په کچه تجربه نلري، دا هغه مسله ده چې د متحده ایالاتو د سنا د تایید په پروسه کې د پام او نیوکو لامل کیږي.
هغه همداراز د جان اېف کینیډي له هارورډ پوهنتون د عمومي سياست لوړ پوړي چارواکو تحصلي سند لري.
هګسټ مخکې «د امريكا لپاره د اندښمنو پخوانيو سرتېرو» محافظه كاره ډلې مشري کوله، چې د چارلس او ډیویډ کوک په شمول د بسپنه ورکوونکو لخوا یې ملاتړ شوی کېده، او په ٢٠١٢کال کې يې د مینه سوټا څخه د متحده ایالاتو د سنا څوکۍ لپاره سیالي وکړه خو بريالى نه شو.
ښاغلی هګسټ د خپل پوځي شالید سربېره، په جنګي جرمونو تورن امریکايي پوځیانو په دفاع کې هم ډېر فعال و.
هغه په ٢٠٢٩کال کې، له ټرمپ څخه وغوښتل چې یو شمېر پوځي پرسونل چې په جنګي جرمونو تورن دي وبښي. ښاغلي هګسیټ په فاکس نیوز کې د خپلو پروګرامونو له لارې د تورنو کسانو له کورنیو سره مرکې وکړې او په ټولنیزو شبکو کې یې د بښنې لپاره هڅه وکړه او د هغوى بخښنه یې «غوره» وبلله. ښاغلي ټرمپ وروسته په لوړه کچه د اردو د یوه پخواني کمانډو لپاره چې د یوه افغان بمب جوړونکي په وژنه او د یو سمندري په وژلو تورن و چې د اسلامي دولت د یوه جنګیالي له جسد سره د عکسونو په اخیستو محکوم شوي په ګډون يې د هغه کسانو بخښنه صادره کړه.
که هغه د مشرانو جرګې لخوا تایید شي، ښاغلی هیګسټ به یو له څو دفاع وزیرانو څخه وي چې د لوړ پوړو نظامي یا حکومتي مشرتابه محدوده تجربه لري، چې احتمال لري د مشرانو د جرګې د غړو پوښتنې راپورته کړي. احتمال لري چې د هغه ګمارنه د ټرمپ ملاتړې اډې لخوا د تود هرکلی سره مخ شي چې هغه ته د تجربه لرونکي مدافع او په بهر کې د قوي او پرېکنده نظامي شتون د کلک ملاتړي په توګه ګوري.