افغانستان

د کابل – هرات پر لویه لار یوې ترافیکي پېښې له دوه تنو ژوند واخست

د کابل – هرات پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

د غزني امنیه قومانداني وايي، دغه پېښه د دغه ولایت په آب بند ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د طالبانو په وينا، دغه پېښه د دوو موټرسايکلونو او دوو مسافر وړونکو موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د آمو ټلوېزيون د راټولو شويو شمېرو پر بنسټ، په تېرو درېيو مياشتو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په بېلابېلو ترافيکي پېښو کې د دغه يوه کس په ګډون له ٢٠٠ ډېر کسان مړه شوي او نږدې ٣٠٠ نور ټپيان شوي دي.

دا شمېرې د دې پیښو له امله د تلفاتو په تاریخ کې زیاتوالی ښیې.

په هېواد کې د طالبانو تر واک لاندې د ترافيکو رياست مسٶولينو تر دې وړاندې هم ويلي، چې ډېرى دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او همداراز د موټرونو د تېز سرعت له امله رامنځته شوې دي.