نړۍ

ټرمپ له افغانستانه په وتلو کې د ښکېلو جنرالانو استعفا غواړي

د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان کړی چې له ټولو هغو جنرالانو چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې لاس درلود وغواړي چې د لوړې په ورځ له غرمې مخکې استعفا وکړي.

د ښاغلي ټرمپ دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې په امریکا او نړۍ کې دننه له افغانستانه د امريكايي ځواکونو د وتلو د پروسې د مدیریت او عملي کولو پر څرنګوالي ډېرې نیوکې شوې دي.

د پاليټكس زوم پر بنسټ، يوې خپلواکې خبري مجله چې د واشنګټن په سیاست کې د فساد او ناسمو کارونو په افشا کولو او له لیبرال او پرمختللې لید څخه د سیاسي خبرونو پوښښ باندې تمرکز لري، د ټرمپ د لېږد ټیم د اجرایوي فرمان په مسوده غور کوي چې د «پوځي پلاوي» بڼه رامنځته کوي د متقاعد لوړ پوړو پوځي پرسونل یوه ډله چې واک لري د درې او څلور ستوريزو افسرانو بیاکتنه وکړي ترڅو د مشرتابه لپاره د هر هغه چا د لیرې کولو وړاندیز وکړي چې د مشرتابه لپاره مناسب نه وي.

د راپور له مخې، که ډونلډ ټرمپ دا فرمان تصویب کړي، نو دا به د هغو جنرالانو د لیرې کولو لړۍ ګړندۍ کړي چې ګمان کیږي «د مشرتابه اړینې ځانګړتیاووې نه لري.»

په دې راپور کې راغلي چې د لوی درستیز په توګه ښاغلی ټرمپ کولای شي هر پوځي افسر د خپل واک له مخې له دندې ګوښه کړي. خو پخپله ټاکل شوی بهرنی بورډ د پنټاګون منظم جوړښت بدلوي او ټول پوځ ته دا پیغام لېږدوي چې دوی د لوی شمېر جنرالانو د لیرې کولو پلان لري.»

د مسودې په دغه فرمان کې راغلي چې د یوې بیاکتنې رامنځته کول دي چې «د مشرتابه وړتیا، ستراتیژیک چمتووالي او نظامي برتری ته ژمنتیا» باندې تمرکز د دغه فرمان موخه ده.

مسوده دا نه مشخصوي چې افسران باید څه وکړي یا چمتو کړي ترڅو وښیې چې دوی دا معیارونه پوره کړي دي.

د يادولو وړ ده، چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل، چې يو « ناروين زيږوونکى بهير» بلل کېږي، له ګڼو ننګونو او انساني تلفاتو سره مخ شو او د نړۍ ګڼو شنونکو او سياستوالو دغه پېښه په تېرو دوو لسیزو کې د متحده ایالاتو ستره پوځي ناکامي بللې ده.