Uncategorized @ps

د طالبانو مخالف سناتور د ټرمپ په اداره کې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ټاکل کېږي

رویټرز سرچینو په حواله راپور ورکړی چې احتمال لري د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ جمهوري غوښتونکى سناتور مارکو روبیو د راتلونکي ادارې د بهرنیو چارو وزیر په توګه وټاکي.

ښاغلی روبیو د امریکا په سنا مجلس کې د طالبانو له مخالفو څېرو څخه دی، چې تر دې مخکې یې د امریکا له حکومت څخه د یوه «ترهګريز سازمان» په توګه د طالبانو د پېژندلو غوښتنه کړې وه.

هغه د روان کال په مارچ میاشت کې د امریکا سنا ته یوه لایحه وړاندې کړه چې پر بنسټ به یې د طالبانو تر ادارې لاندې له افغانستان سره د امریکا مرستې د «ترهګرو ډلو» د لاس رسي له کبله بندې شي.

په هغه وخت کې مارکو رابیو همداراز د بایډن د ادارې د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن څخه غوښتنه کړې وه، چې په افغانستان کې د طالبانو رژيم د ترهګرۍ ملاتړى او طالبان د یوه ترهګريز سازمان په توګه په وپېژني.

دغه جمهوري غوښتونکي سناتور ولسي جرګې ته د خپلې طرحې د وړاندې کولو پر مهال وویل: «د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان د امریکا او په منځني ختیځ او منځنۍ اسیا کې زموږ د متحدینو او شریکانو ملي امنیت ته مستقیم ګواښ دی. له افغانستان څخه د بایډن د ادارې ناکامه پوځي وتلو دغه هیواد د امریکا ضد ترهګرو په یوه خوندي پټنځای بدل کړی دی. د یوه ترهګريز سازمان په توګه د طالبانو په رسمیت پیژندل بل منطقي ګام دی.»

د رویټرز په وینا، ښاغلی روبیو چې په فلوریډا ایالت کې زیږیدلی، لومړنی لاتینی دی چې د امریکا د ولسمشر په توګه د ټرمپ له بیا انتخابیدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه به دنده ترسره کړي.

په وروستیو کلونو کې، هغه د بایډن د ادارې په بهرنۍ پالیسۍ نیوکه کړې او د ډونالډ ټرمپ په پرتله یې خپل نظر نرم کړی و.

دغه خبري اژانس ته سرچینو ویلي چې ښاغلي ټرمپ د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د هغه د ټاکلو پرېکړه پرون (دوشنبه، د لړم ۲۱مه) وکړه.

د ډونالډ ټرمپ او مارکو روبیو استازو په دې اړه د رویټرز پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

د يادولو وړ ده، چې ښاغلی ربیو ۵۳ کلن دی او هغه څوک دی چې اوکراین ته د امریکا د ۹۵ ملیارد ډالرو پوځي مرستې کڅوړې ته چې د اپریل په میاشت کې تصویب شوی وو، مخالفه رایه ورکړه.

د ټرمپ په مشرۍ په راتلونکې اداره کې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د هغه احتمالي ټاکنه د ښاغلي ټرمپ په مشرۍ د جمهوري غوښتونکو د بهرنۍ پالیسۍ نظرونو کې لوی بدلون څرګندوي.