افغانستان

هیلو ټرسټ د ماین پاکۍ نړیواله اداره: د افغانستان ۶۵ کیلومتره مربع خاوره په ماینونو ککړه ده

د ماین پاکۍ نړیواله موسسه هیلوټرسټ وايي، دا مهال د افغانستان ۶۵ کیلومتره مربع خاوره په ماینونو ککړه ده.

دې سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۲ کال کې په دغه هېواد کې د ماینونو له امله ککړه ټوله ځمکه شاوخوا ۵۳ مربع کیلومتره وه، چې اوس ۷،۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، دغه په ماین ککړې ځمکې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۶ ولایتونو کې په نښه شوي دي.

د دغه سازمان په راپور کې افغانستان د نړۍ د هغو څلورو هېوادونو په کتار کې شمېرل شوی چې ډېره برخه يې د ماینونو ککړتیا لري.

د ماین پاکۍ سازمان هيلو ټرسټ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پر هېوادونو غږ کړی چې د ځمکنیو ماینونو د بندیز تړون ته خپلې ژمنې نوي کړي او د چاودېدونکو توکو د پاکولو لپاره ډیره بوديجه ځانګړې کړي.

دغه سازمان په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې ۵۹ شخړې روانې دي، په دې برخه کې د هېوادونو سیاسي ژمنتیا هم اړینه بللې ده.

په دغه راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۳ کال کې ۱۹۲زره۵۶۳ د پرسونل ضد ماینونه له منځه وړل شوي چې د تېر کال په پرتله ۲۱زره۱۹۳ کموالی ښيي.

په ورته وخت کې، د ماین پاکۍ لپاره د بشردوستانه جنیوا نړیوال مرکز ویلي چې په ٢٠٢٢ کې د ماین پاکۍ نړیواله بودیجه د تېرې یوې لسیزې په پرتله ١٨سلنه کمه شوې ده.

د هیلو ټرسټ عمومي مشر جیمز کوان ويلي: «دا راپور نړۍ ته د جګړې د زیاتېدو په وخت کې د خطر غږ دی. تر هغه چې چاودېدونکي وسلې پاکې او له منځه لاړې نه شي، د بې ځایه شویو خلکو لپاره د جګړې څخه سرپناه ته بېرته راګرځېدل ممکن نه دي. تر څو چې دا کار نه وي شوی، زرګونه ملکي وګړي به په وېره کې ژوند وکړي.»

دغه سازمان زیاتوي چې اوسمهال په نړۍ کې ۶۰ هېوادونه او سیمې په ماینونو ککړې دي او د ماین پاکۍ نړیوال سازمان په یو پر درېیمه برخه کې کار کوي.