نړۍ

په خان یونس کې پر یوه قهوه خونه د اسرائیلو په هوايي برید کې ۷ تنه ووژل شول

د غزې په جنوب کې د خان یونس ښار ته څېرمه په یوه قهوه خونه باندې تېره شپه (دوشنبه – د لړم ۲۱مه) د اسرائیلو په هوايي برید کې لږ تر لږه ۷ تنه ووژل شول.

د فلسطین روغتیایي چارواکو اعلان کړی چې په دې برید کې د اسرائیلو د هوایي بریدونو د تلفاتو شمېر ۳۷ ته رسېدلی دی.

د رويټرز د راپور له مخې، اسرائيلي پوځيان د دوشنبې په ورځ له لوېديځ څخه د غزې په مرکزي برخه کې د نصيرات کمپ ته ننوتل، چې د اوسېدونکو او بې ځايه شويو کورنيو ترمنځ يې وېره رامنځته کړه.

ټانکونو له نږدې کېدو سره سم ډزې پیل کړې او په دې سیمه کې په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۲۰ کسان ووژل شول، چې په غزه کې د بې ځایه شویو خلکو له اتو تاریخي پنډغالو څخه دی.

په همدې حال کې د غزې پر نورو سیمو هم د اسراٸیلو د هوايي بریدونو راپورونه خپاره شوي دي.

د غزې په شمالي ښار بیت لاهیا کې د اسراٸیلو د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د کمال عدوان روغتون درې تنه روغتیايي کارکوونکي ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې د اسراٸيلو او حماس ترمنځ شخړه څوارلسمې میاشتې ته داخله شوې او اسراییلو د غزې په شمال او مرکز کې خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

اسرائیلي چارواکو ویلي چې د دغو بریدونو موخه د حماس د بریدونو مخنیوی او د دغې ډلې بیا تنظیمول دي.

له بلې خوا په داسې حال کې چې په سلګونو زرو فلسطینیانو ته د خپلو سیمو د پرېښودو امر شوی دی، دا وېره زیاته شوې چې دوی به هیڅکله خپلو کورونو ته د ستنېدو اجازه ورنکړل شي.

په همدې حال کې د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې په غزه کې به د بشري مرستو ساحه پراخه کړي او د کېږديو، خوراکي توکو، اوبو او روغتيايي مرستو په څېر نورو مرستو ته به اجازه ورکړي.

د اسرائیلو پوځ ټینګار کړی چې د حماس د له منځه وړلو او د یرغمل شویو کسانو د بېرته ستنولو په ګډون به خپلو جنګي موخو ته د رسېدو لپاره خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

خو ملګرو ملتونو او فلسطیني چارواکو ټینګار کړی چې په غزه کې هیڅ سیمه خوندي نه ده او دغې جګړې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهیسې درنه مرګ- ژوبله اړولې ده.

د غزې د روغتیايي چارواکو د راپورونو پر بنسټ تر اوسه په دې جګړه کې شاوخوا ۴۳زره۵۰۰ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

له بلې خوا د قطر د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې په غزه کې یې د اوربند لپاره خپل منځګړیتوب ترڅو د جګړې دواړه خواوې د یوې هوکړې او د خبرو اترو د بیا پیل لپاره «لازم جديت» ونه ښيي، ځنډولی دی.