د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او د هغه مرستیالې کامالا هارېس د ارلینګټن په ملي هدیره کې د «متقاعدو سرتېرو د ورځې» په مراسمو کې ګډون وکړ او دا مراسم په حقیقت کې د تیرې اونۍ د ولسمشريزو ټاکنو وروسته د لوړ پوړو دولتي چارواکو لومړۍ ګډه عامه راټولېدنه وه.
د اې بي سي نیوز د راپور له مخې، په دې مراسمو کې جوبایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د نیوکو په ځواب کې وویل چې تر ده مخکې څلورو ولسمشرانو په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو پرېکړه کړې وه. خو هغه هوډ درلود چې دا مسوولیت پنځم ولسمشر ته ونه سپاري.
د دغه راپور له مخې، دا په وروستیو کلونو کې د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې تر ټولو مهمو پرېکړو ته اشاره وه؛ کله چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه په کړکېچنو شرایطو کې ووتل او دغه وتل په ځانګړې توګه د کابل په هوايي ډګر کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو په ګډون د ۱۷۰ افغان اتباعو د وژل کېدو له امله د سختو نیوکو سره مخ شول.
بایډن په دې مراسمو کې د نوم ورکو سرتېرو د قبرونو له لیدو او د ګلونو د ګېډۍ له ایښودلو وروسته وویل: «دا وروستی ځل دی چې زه په دې ځای کې د لوی درستیز په توګه ولاړ یم، دا زما د ژوند لپاره ستر ویاړ دی او د سرتېري او د هغوی کورنۍ خدمت کول مې تر ټولو لوی ویاړ دی.»
په دې مراسمو کې ولسمشر بایډن د متقاعدو پوځیانو په برخه کې د سرتېرو د بې کوره کېدو کمول او د کیمیاوي موادو او د جګړې د اور د لوګي له امله رامینځته شوي روغتیایی ستونزې او ټپیان په ګوته کولو لپاره د قانون تصويب په ګډون د د ده په مشرۍ د حکومت د لاسته راوړنو یادونه هم وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې جوبایډن او د هغه مېرمنې جېل بایډن هم په سپینه ماڼۍ کې د متقاعدو سرتېرو د ورځې د نمانځنې په مراسمو کې ګډون وکړ او د دغو سرتېرو او د هغوی له کورنیو سره یې د ملاتړ په بېلابېلو برخو کې د دوی د لاسته راوړنو یادونه وکړه.
بایډن په دې مراسمو کې د خپل زوی بو بایډن له لاسه ورکولو ته په اشارې چې یو متقاعد سرتېری هم و، وویل چې دی لا هم ژمن دی چې د سرتېرو له کورنیو ملاتړ وکړي او د هغوی اړتیاوې پوره کړي.
ښاغلي بایډن او مېرمن هرېس همداراز د ملي یووالي پر ساتلو او د هغو کسانو د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ چې د هېواد د امنیت او ازادۍ لپاره یې قرباني ورکړې ده.
دغو ویناوو، د متقاعدو او وژل شویو سرتېرو د درناوي د اهمیت سربېره، په غیر مستقیم ډول د افغانستان د کړکېچ په ګډون د بایډن د ولسمشريزې دورې پرمهال د امریکا د سترو سیاسي او امنیتي ننګونو یادونه هم کړې ده.