افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام: د طالبانو نوي قانون د بشري فعالیتونو څارنه زیاته کړې ده

د خوړو نړیوال پروګرام په خپل وروستي راپور کې په بشري فعالیتونو باندې د طالبانو د امربالمعروف د قانون اغیزې څېړلې دي. د دغه راپور موندنې ښيي چې په افغانستان کې د بشري فعالیتونو د څارنې بهیر په تېره بیا په بدخشان، هرات او کندهار ولایتونو کې د زیاتېدو په حال کې دی.

د ملګرو ملتونو ياده اداره وايي، دغه قانون د بشري حقونو لپاره د اندېښنې وړ خنډ دی او طالب چارواکو ته د ښځو د محرومولو لپاره ډېر واک ورکوي.

په راپور کې راغلي چې دا اداره به د خپلو کارکوونکو او شریکانو د امنیت لپاره اصولي چلند تر کار لاندې ونيسي.

په راپور کې راغلي: « امربالمعروف او نهى عن المنکر د څارنې په برخه کې په ځانګړې توګه د بدخشان په شمال ختیځو برخو کې، په لوېدیځ کې هرات او په جنوب کې کندهار کې زیاتوالی راغلی دی. دا قانون د بشري حقونو لپاره د اندېښنې وړ خنډ دی.»

ځينې ښځې او نجونې وايي چې د امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون آن د دوی پر تګ راتګ هم ناوړه اغېز کړی دی.

يوه سوداګره چې نه يې غوښتل په دې راپور کې يې نوم واخيستل شي وايي: «مخکې وضعيت ښه و، زموږ ستونزې دا دي چې له محرم پرته بل ځاى ته نه شو تللاى او دا زموږ لويې ستونزې دي.»

نفس ګل جامي چې د هرات یو له متشبثینو څخه ده د خپلو لاسي تولیداتو د پلورلو لپاره په نندارتونونو کې برخه اخلي.

هغه وطني روب، د زعفرانو شربت او نور محصولات جوړوي او پلوري.

هغه وايي، د امربالمعروف او نهى عن المنکر د قانون او د طالبانو محدودیتونو د هغې په کار او بار ناوړه اغېز کړی دی.

مېرمن جامي وايي:«هغوی موږ ته له محرم پرته اجازه نه راکوي. محرم هم خپل مصرف لري. نن موږ یوازې راغلې یو. هغوی راته وايي چې بايد محرم ولرې. موږ باید ماسکونه واغوندو، اوږد حجاب واغوندو، دا زموږ د کار خنډ دی.»

په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو د ښځو پر ازادۍ او بنسټيزو حقونو ډېر محدودیتونه لګولي دي.