افغانستان

په استرالیا کې د افغانستان سفارت: کونسلي فعالیتونه لا هم دوام لري

په استرالیا کې د افغانستان سفارت وايي چې «د دغه سفارت د کونسلي چارو د ګډوډولو لپاره د طالبانو له هڅو سره سره» يې د دغه کونسلګري فعالیتونه دوام لري.

دغه سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو په وروستیو میاشتو کې د سیاسي ماموریتونو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کونسلي چارو د ګډوډولو هڅې پیل کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «دا ډول چلند د خلکو د ځورولواو د دې ډلې [طالبانو] له خوا له بنسټیزو او بشري حقونو او نړیوالو کنوانسیونونو څخه د ښکاره سرغړونې لامل کیږي، چې د داخلي او بهرنۍ ناراحتۍ له امله آن د افغانستان څخه بهرزمونږ خلک ځوروي.»

د طالبانو تر واک لاندې د بهرنیو چارو وزارت د هجري لمریز کال د زمري په میاشت کې اعلان وکړ چې د افغانستان د استازولیو له خوا وړاندې شوي اسناد په ځینو اروپايي هېوادونو او همدارنګه په کاناډا او استرالیا کې د اعتبار وړ نه دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په وار وار یې په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان له سیاسي او کونسلي استازو څخه غوښتي چې په دغو هېوادونو کې د افغان اتباعو د کونسلي ستونزو د حل په موخه له دوی سره تعامل وکړي.

د طالبانو له دغه اقدام وروسته په برېټانیا کې د افغانستان سفارت په ګډون په اروپا کې د ځینو افغان ډیپلوماتیکو ماموریتونو فعالیتونه ودرول شول.