افغانستان

طالبانو په غزني کې دوه تنه د خلکو د سترګو په وړاندې په درو ووهل

عکس از آرشیف

د طالبانو له خوا د خلکو د جسمي مجازاتو په دوام، په غزني ولایت کې یو سړی او یوه ښځه د « نامشروع اړیکو» په تور د خلکود سترګو په وړاندې په دُرو ووهل شول.

د طالبانو تر ادارې لاندې د سترې محکمې په خبرپاڼه کې، چې نن (دوشنبه) خپره شوې، راغلي چې تورنه ښځه په ۳۹ دورو او پنځه کاله بند محکومه شوې ده.

د دغې اعلامیې پر بنسټ تورن سړی په ۳۹ دورو او یو کال بند محکوم شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د آمو د موندنو پر بنسټ په تېرو لسو ورځو کې طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې نږدې ۵۰ کسان د خلکو د سترګو په وړاندې په درو وهلي دي.

د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو په وار وار د طالبانو لخوا د خلکو د جسمي مجازاتو د بندېدوغوښتنه کړې ده.