Uncategorized @ps

په پنجشیر کې د طالبانو والي د یوناما له مشرې سره په لیدنه کې له نړیوالو بنسټونو د مرستې غوښتنه وکړه

په پنجشیر کې د طالبانو والي محمد آغا حکیم د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي  له مرستیالې روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې له نړیوالو بنسټونو او مرسته کوونکو هېوادونو وغوښتل چې په دغه ولایت کې د زیربناوو او پراختیا څخه د ملاتړ په برخه کې همکاري وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې محمد آغا حکیم ټینګار وکړ چې په دغه ولایت کې امنیتي چاپېریال اوس د لا ډېرو خدمتونو د وړاندې کولو او د پراختیايي او اصلاحي فعالیتونو د تطبیق لپاره مناسب دی.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، په دې کتنه کې مېرمن اوتونبايوا په پنجشير کې د امنيتي او بشري حقونو وضعيت« ښه » و ارزاوه او ويې ويل چې دغه سازمان په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو دى.

هغې همداراز زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو بنسټونه به پنجشیر ته لاډېره پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو د څو راپورونو له مخې طالبانو په پنجشیر کې د دې ولایت د اوسېدونکو د نیولو په ګډون له بشري حقونو څخه بېلابېلې سرغړونې کړې دي.

یوناما تر اوسه د دې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.