د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی، چې د اقلیمي بدلون له ګواښ سره، سره د دې چې د شنو خونو ګازونو په خپرېدو کې یې ونډه ډېره کمه ده، مخ دى.
اوچا پر اېکس ویلي چې افغانستان د نړۍ ۰،۱ سلنه ګل خانه يي ګاز تولیدوي.
دا په داسې حال کې ده، د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د غونډې لومړۍ ورځ نن (دوشنبه د لړم ۲۱مه) پیل شوه.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د دغې غونډې له ګډونوالو غوښتي چې د اقلیم له بدلون څخه د زیانمنو شویو ټولنو د ملاتړ لپاره سمدستي اقدامات وکړي.
طالبانو هم د یکشنبې په ورځ د چاپېریال ساتنې د ادارې د مشر مطیع الحق خالص په مشرۍ اذربایجان ته یو پلاوی واستاوه.
نوموړي باکو ته د خپل سفر په ترڅ کې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې وویل: « اسلامي امارت [طالبانو] له راتګ او فتحې وروسته دا لومړی ځل دی چې موږ داسې غونډې ته بلل شوي یو. موږ هڅه کوو چې په دې غونډه کې چې افغانستان د اقلیم د بدلون په وړاندې زیانمن شوی او له ننګونو سره مخ په بېلابېلو فورمونو کې ګډون وکړو.»
دا غونډه به دوه ورځې دوام وکړي او د ملګرو ملتونو په کوربه توب به د دوشنبې او سه شنبې په ورځو (لړم ۲۱ او ۲۲) په باکو کې جوړ شي.
ملګري ملتونه چې په باکو کې د دې دوه ورځنۍ غونډې کوربه دی، ظاهراً طالبانو ته اجازه ورکړې چې په دا ډول نړیواله غونډه کې ګډون وکړي. دا په داسې حال کې ده چې نه دغه سازمان او نه هم په دې غونډه کې شاوخوا دوه سوه ګډون کوونکي هېوادونه طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت پېژني.
د يادولو وړ ده، چې د اقلیم بدلون یو له سترو نړیوالو ننګونو څخه دی او په اړه یې غونډه په روان کال (۲۰۲۴) کې په اذربایجان کې د شاوخوا دوه سوو هېوادونو د مشرانو او دیپلوماتانو په حضور کې جوړه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا، چین، فرانسې، هند او یو شمېر نورو هېوادونو استازي په دې غونډه کې ګډون نه کوي.