د “سولې او پرمختګ لپاره د زده کړو «د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې د اروپايي ټولنې پلاوي ويلي چې د نجونو زده کړه د افغانستان د اقتصادي خپلواکۍ، سوکالۍ او پر ځان بسیاینې لپاره مهمه ده.
يادې اتحاديې پر اېکس د جنسیت او تبعیض پرته «د ټولو لپاره د زده کړو» غوښتنه وکړه.
اروپايي ټولنې له خلکو غوښتي چې د سولې او پرمختګ لپاره په ګډه د « علم» له ځواک څخه کار واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر هېواد د خپل واک ټينګښ راهيسې ښځې او نجونې تر شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع کړي او د ښځو پر حقونو يې سخت محدوديتونه وضع کړي دي.
کابو درې کاله کېږي چې د طالبانو تر واک لاندې هېواد کې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته د تګ حق نه لري او پوهنتونونو ته هم له تلو منع شوي دي.
د طالبانو دغه چلند له جدي او پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی. خو دوی تر اوسه په خپله تګلاره کې کوم بدلون نه دی راوستی.
له بلې خوا ملګرو ملتونو مخکې په یوه راپور کې ویلي وو چې د طالبانو له خوا دغه بندیز د کم عمره او حبرې ودونو او له د زیږون پر مهال د میندو مړینه زیاتوي.
خو په وروستي مورد کې طالبانو همداراز د امربالمعروف تر سرليک لاندې د نوي قانون په تصویبولو سره په عامه ځایونو کې د ښځو پر غږ او مخ بندیز لګولى
په ورته وخت کې د طالبانو د امربالمعروف وزیر خالد حنفي ویلي چې حتی د یوې بالغې ښځې لخوا د بلې ښځې د قرآن کریم تلاوت، لمونځ او تسبیح کول هم حرام دي.