افغانستان

په هند کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان کونسلګرۍ پر خلکو د پاسپورټونو وېش پیل کړ

File photo.

د هند په ممبۍ ښار کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان کونسلګرۍ اعلان وکړ چې په هند کې مېشتو هېوادوالو ته یې د کونسلي خدمتونه او د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل کړی دی.

د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي ټلویزیون د راپور پر بنسټ، د دغه هېواد د کونسلګرۍ نمایندګۍ ته د طالبانو سرکونسل وویل چې دوی دغه بهیر نن دوشنبه (لړم ۲۱مه) پیل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر هېوادوال په تېره بیا په هند کې مېشت محصلین وايي چې په دغه هېواد کې د اوسېدو د قانوني اسنادو په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي.

له بلې خوا په نورو هېوادونو کې مېشت یو شمېر افغانان وايي، چې د طالبانو د واکمنۍ بېرته راتګ او په نړیواله کچه د دوی نا مشروعیت دوی له ستونزو سره مخ کړي دي.

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په لوېدیځو هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو د کونسلګرۍ خدمات «بې اعتباره» بللي او ویلي يې و چې دوی ته د منلو وړ نه دي.
?
دغه وزارت وايي، د اسنادو او قونسلي خدمتونو لکه اسناد، تذکرې، عدم مسووليت پاڼې، د پاسپورټونو صادرول، د پاسپورټ د تجدید سټیکرونه، د ویزې سټیکرونه او نور خدمات چې په لندن، بلجیم، برلین، بن، سویس، اتریش، فرانسه، ایټالیا، یونان، پولنډ، سویډن، ناروې، کاناډا اواسترالیا کې د افغانستان په نورو ډیپلوماټیکو ماموریتونو له خوا برابرېږي. کیږي، هیڅ اعتبار نلري.

طالبانو په بهر کې مېشتو افغانانو او بهرنیو اتباعو څخه غوښتي دي چې د اړتیا وړ اسنادو د ترلاسه کولو لپاره په نورو هېوادونو کې د دوی تر ادارې لاندې د افغانستان دیپلوماتیکو ماموریتونو ته ولاړ شي.

هند یو له هغو هېوادونو دی چې طالبان یې په رسمیت نه دې پېژندلي او په رسمي ډول یې د دوى سفیر هم نه دی منلی.

خو طالبان ادعا کوي چې د هند په ممبۍ کې د افغانستان کونسلګري د دوی په واک ده.

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د دوی تر ادارې لاندې د دغه وزارت په کلنۍ راپور ورکولو غونډه کې ویلي و، چې طالبان دا مهال په هېواد کې ۳۹ سفارتونه، کونسلګرۍ او دیپلوماتیک دفترونه په واک کې لري او یا یې رهبري کوي.

خو په ورته وخت کې هېڅ هېواد یا سازمان طالبان په رسمیت نه پېژني او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکې ویلي وو چې امریکا اوس هم طالبانو ته د یوه «تروریستي سازمان» په سترګه ګوري.