Uncategorized @ps

افغانستان د کرېکټ د یو ورځنیو سیالیو په وروستۍ لوبه کې د بنګله دېش پروړاندې لوبه کوي

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي په وروستۍ یوه ورځنۍ لوبه کې د بنګله دېش پر وړاندې لوبه کوي.

دا لوبه به نن (دوشنبه د لړم ۲۱مه) د کابل پر وخت ۲:۳۰ دقيقې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د يادولو وړ ده، چې دغه نړیوالې یو ورځنۍ لوبې د افغانستان په کوربه توب په شارجه کې ترسره کېږي.

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې له بنګله دېش سره په تېرو دوو لوبو کې یوه بایللې او یوه یې ګټلې ده.

دا د هېواد د کرېکټ لوبغاړو درېیمه یوه ورځنۍ لوبه ده، چې په لومړنۍ لوبه کې یې بنګله دېش لوبډلې ته په ۹۲ منډو په توپير ماتې ورکړه.