نړۍ

د ایران د سپاه پاسداران پنځه غړي په سیستان او بلوچستان کې په یوه برید کې ووژل شول

د ایران د سپاه پاسداران پنځه تنه غړي د دې هیواد د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان ښار په سرکان سیمه کې په یوه بريد کې ووژل شول.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دا برید پرون ماښام (یکشنبه، لړم٢۰) شوی او تر اوسه يې کومې ډلې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

ایراني رسنۍ وايي چې د دې برید قربانیان اصلي بلوچ ملیشې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت هم په دغه سیمه کې په ورته برید کې ۱۰ نور ایراني سرتېري وژل شوي وو، چې پړه یې “جیش العدل” ډلې پرغاړه اخيستې وه.

له دې پېښې وروسته ایراني ځواکونو له پاکستان سره په همغږۍ د دغې ډلې پر مرکزونو هوايي بریدونه وکړل چې په پایله کې یې د جیش العدل ۱۲ جنګیالي ووژل شول.

د يادونې وړ ده، چې دغو پېښو د ایران په جنوب ختیځو پولو کې د ناکراریو او ناامنیو په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.