پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف په بلوچستان کې د پروني برید په غبرګون کې ویلي چې د پاکستان پر ضد د افغانستان د خاورې کارول د تېري په مانا ده.
هغه همداراز ټینګار کړی چې طالبانو د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د ترهګرو ډلو پر وړاندې عملی اقدامات نه دي ترسره کړی.
دغه لوړپوړي پاکستاني چارواکي همداراز زیاته کړه چې د پاکستان په کوېټه کې پرونۍ چاودنه د هند او ځینو نورو هېوادونو د نیابتي جګړې نښه ده چې ټی ټي پي او د بلوچ د ازادۍ غورځنګ د پاکستان پر ضد کاروي.
د پاکستان د بلوچستان ایالت په کویټې ښار کې پرون (شنبه، لړم ۱۹مه) په برید کې د دغه هېواد د پوځ د ۱۶ سرتېرو په ګډون ۲۶ کسان وژل شوي او ۶۱ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د دغه برید په غبرګون کې ویلي دي چې د پاکستان پر ضد د افغانستان له خاورې استفاده د تیري په مانا ده.
دغه لوړپوړي پاکستاني امنیتي چارواکي ټینګار کړی، چې ښايي طالبان په دې برید کې مستقیمه ونډه ونه لري؛ خو د ده په وینا طالبانو په افغانستان کې د فعالو ترهګرو ډلو پر وړاندې هېڅ اقدام نه دی کړی.
د پاکستان دفاع وزیر همداراز ټینګار کړی چې په بلوچستان کې پرونی برید د هند او ځینو نورو هېوادونو د نیابتی جګړې نښه ده. هغه ونه ویل چې نور کوم هیوادونه دوی په نښه کوي؛ خو ویل يې دي، چې هند د ټي ټي پي او د بلوچ د آزادۍ غورځنګ د پاکستان پر ضد کاروي.
هغه وويل: «د پاکستان پر وړاندې د افغان خاورې کارول تېرى دى. افغان طالبان ښايي په مستقيم ډول په تروريستي بريدونو کې لاس ونه لري؛ خو په افغانستان کې يې د تروريستي ډلو په وړاندې هيڅ عملي اقدام نه دى کړى. د پاکستان په بلوچستان کې د تېرې ورځې پېښه د نیابتي جګړې نښه ده چې هند او یو شمېر نور هېوادونه یې د پاکستان پر ضد له ټي ټي »پی او د بلوڅو د ازادۍ له غورځنګ څخه کار اخلي.
دغه لوړپوړی پاکستانی چارواکی په داسې حال کې هند د پاکستان د بې ثباتۍ مسوول او د تحریک طالبان پاکستان ملاتړی بولي، چې په دې وروستیو کې د نوي ډیلي یوه لوړ پوړي پلاوي د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په ګډون له طالب چارواکو سره کتلي او د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.
تر دې مخکې پاکستاني چارواکو په پرله پسې ډول ادعا کړې وه چې ټي ټي پي د افغانستان له خاورې په استفادې پر پاکستان بریدونه کوي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو څارونکې ډلې په خپل تازه راپور کې ټي ټي پي په افغانستان کې تر ټولو لویه ترهګره ډله یاده کړې او زیاته کړې یې ده چې دا ډله په افغانستان کې له ۶۰۰۰ تر ۶۵۰۰ پوځیان لري.
يو شمېر پخواني پوځيان هم وايي، چې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان په سيمه کې د بې ثباتۍ په مرکز او د ترهګرو ډلو په امن پټنځاى بدل شوى دى.
یو پخوانی سرتیری بسم الله تبان وايي:« د طالبانو ترواک لاندې د افغانستان جغرافیه په سیمه کې د بې ثباتۍ په مرکز او د ترهګرو ډلو په خوندي مرکز بدله شوې ده. که نړۍ په افغانستان کې د مېشتو ترهګرو ډلو د ګواښونو پر وړاندې جدي اقدام ونه کړي، له سیمې بهر د امنیتي ګواښونو لمن به نړۍ هم له ګواښ سره مخ کړي.»
د پاکستان تر څنګ ملګرو ملتونو، روسیې، ایران او د ډله ییزتړون سازمان په وار وار د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې د امنیت ضد ډلو پر شتون اندېښنه ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ، د داعش خراسان څانګه، القاعده، ټي ټي پي او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په افغانستان کې فعالې ترهګرې ډلې دي.
طالبانو هم په افغانستان کې د داعش شتون تایید کړی؛خو ویلي یې دي چې شمېر یې کم دی. طالبانو تل له ټي ټي پي سره لاس لرل او له هغوی د ملاتړ خبره رد کړې ده.