نړۍ

ټرمپ نیکي هیلې او مایک پمپیو ته په خپله نوې اداره کې ځاى نه ورکوي

د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، په نوې اداره کې د جمهوري غوښتونکو پخوانۍ نوماندې نیکي هیلي او د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو ته ونډه نه ورکوي.

ښاغلي ټرمپ په ټولنیزو شبکو کې لیکلي: «زه پخوانۍ سفیرې نیکي هیلي او د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو ته د ټرمپ په اداره کې د ګډون بلنه ورنه کړم چې دا مهال د جوړېدو په حال کې ده. ما مخکې له دوی سره د کار کولو څخه خوند اخیستی، ستایم يې، او زه غواړم چې زموږ هېواد ته د دوی له خدمتونو مننه وکړم.»

هغه د امریکا په پخوانۍ اداره کې د ده په مشرۍ د دوو پخوانیو چارواکو د شاملیدو د غوښتنې د نه کولو لامل نه دی څرګند کړی.

د رویټرز راپور له مخې، ډونلډ ټرمپ دا مهال د احتمالي نوماندانو چې د نومبر په ٢٠ د ولسمشر په توګه د هغه د لوړې کولو دمخه په راتلونکې اداره کې خدمت وکړي، سره مشورې کوي.

دې خبري اژانس د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې ښاغلي ټرمپ له مشهور امریکايي پانګوال سکاټ بیسنټ سره چې د ده په اداره کې د مالیې وزارت له احتمالي کاندیدانو څخه دی؛ وکتل.

د يادولو وړ ده، چې نیکي هیلي د جنوبي کارولینا پخوانۍ ښارواله او د ټرمپ په مشرۍ د تېرې ادارې پر مهال په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ سفیره وه، چې د جمهوري غوښتونکو ګوند د لومړنیو ټاکنو پر مهال پرې ټرمپ سختې نیوکې کړې وې.

د ټرمپ د خبرو په ځواب کې اغلې هیلي پر اېکس لیکلي: «زه ویاړم چې له ولسمشر ټرمپ سره په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دفاع لپاره مې کار کړى دى. زه هغه او ټولو هغو کسانو ته چې په راتلونکو څلورو کلونو کې د یوې پیاوړې او خوندي امریکا په لور حرکت کوي، د بریا هیله کوم.»

مایک پومپیو د ډونلډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې د تېرې ادارې پر مهال د بهرنیو چارو د وزیر په توګه په داسې حکومتي مقام کې دنده ترسره کوله چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د کاندیدانو له نومونې مخکې ورته د جمهوري غوښتونکي ګوند د کاندید په توګه کتل کېده.

د يادونې وړ ده، چې د امريکا اوسني منتخب ولسمشر په تېره اداره کې د خپلې دورې پر مهال د خپلې کابينې ځينې غړي او مهم کارکوونکي د ټولنيزو رسنيو د پوسټونو له لارې اعلانول.