د امریکا او برېټانیا ځواکونو په ګډه په یمن کې د حوثيانو پر موخو بریدونه کړي دي.
المسیره ټلویزیون چې له حوثیانو سره تړاو لري، نن سهار (یکشنبه د لړم ۲۰مه) راپور ورکړی چې تر اوسه یې د دغه هېواد په صنعا او عمران ولایت کې ۹ سیمې په نښه کړې دي.
تر اوسه د دغو بریدونو د تلفاتو او زیانونو په اړه جزئیات نه دي په ډاګه شوي.
په ورته وخت کې حوثيانو چې د ایران له ملاتړه برخمنه ډله بلل کېږي، د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې د حماس پر وړاندې د اسرائیلو په جګړه کې له فلسطینیانو سره د پیوستون په موخه یمن ته نږدې په سور سمندرګي کې پر نړیوالو سوداګریزو کښتیو بریدونه پیل کړي دي.
د حوثيانو دغو بریدونو د امریکا او بریتانیې له غبرګون سره مخ شول او دغو دواړو هېوادونو د یمن د دغه حوثي ډلې پر ضد ځوابي بریدونه پیل کړل.
د يادونې وړ ده چې د حوثيانو بريدونو له سور سمندرګي او سوئز کانال څخه نړيواله سوداګريزه لاره ګډوډه کړې او دغه کښتۍ نه دي توانېدلي چې سویلي افريقا ته خپله لاره بدله کړي.
له بلې خوا په منځني ختيځ کې د نړيوالې سوداګرۍ په لور دغه بدلون د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد لګښتونه زيات کړي او د نړيوالو کښتیو ټرانزيټي لارې يې اوږدې کړې دي.