ترکيې په تېرو دوو ورځو کې (د لړم په ١٨مه او ١٩مه) ٣٢۵ افغان کډوال اېستلي او بېرته يې هېواد ته استولي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کډوال د الوتکې په وسیله کابل ته لېږدول شوي دي.
د دغې خبرپاڼې له مخې هغه کسان چې «قانوني اسناد» یې هم درلودل د ترکیې د حکومت له خوا بېرته هېواد ستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په جنیوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېسيون په غونډه کې ویلي وو، چې په هېواد کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له ۸ میلیونو ډېر کسان له افغانستانه وتلي دي.
په جنیوا کې د افغانستان استازي د طالبانو له خوا د بشري حقونو څخه سرغړونه، په ځانګړې توګه د ښځو ځپنه، د نجونو او ښځو د زده کړو بنديز، د بې وزلۍ زیاتوالی او د طالبانو له غچ اخيستنې له وېرې په ګډون بېلابېل لاملونه د هېوادوالو د کډوالۍ اصلي عوامل ياد کړي دي.
په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېسيون تر دې مخکې په نړۍ کې د ناقانونه کډوالۍ احصایې وړاندې کړې وې، چې په یوه راپور کې یې ځورونه، جګړه، تاوتریخوالی، له بشري حقونو څخه سرغړونه او یا هغه پېښې چې عامه نظم په جدي توګه ګډوډوي د کډوالۍ مهم عوامل بلل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېسيون په ګډون د نړیوالو سازمانونو د پخوانیو احصایو پر بنسټ افغانستان او سوریه په نړۍ کې تر ټولو زیات غیر قانوني کډوال لري.
له بلې خوا ایران د افغان کډوالو د جبري اېستلو بهیر ګړندی کړی او پاکستان هم دغه بهیر ته دوام ورکړی دی.
په ایران او پاکستان کې مېشتو یو شمېر کډوالو هم د دغو دوو هېوادونو د پولیسو له خوا له انساني ارزښتونو او د پناه غوښتونکو له حقونو څخه د سرغړونې شکایتونه کوي.
تر دې مخکې د خراسان رضوي د بهرنیو اتباعو او کډوالو د ادارې مشر ویلي وو چې هره ورځ له درې زرو څخه زیات افغان کډوال د دغه هېواد د دوغارو له پولې څخه اېستل کیږي.
حسین شرافتي راد وايي، له ایران څخه د افغان کډوالو په شړلو کې د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېسيون په تېر راپور کې ویل شوي چې د تېر کال په پرتله سږ کال په نړۍ کې د کډوالي احصایې ۵ سلنه (۵.۳ میلیونه وګړي) زیات شوي دي.