افغانستان

طالبانو له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د نشه يي توکو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي

د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال عبدالکبیر په کابل کې د اروپايي ټولنې له شارژدافېرې ورونیکا بوسکوویچ پوهار سره په لیدنه کې له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د نشه یي توکو په له منځه وړلو، د بدیل فصلونو په رامنځته کولو، د کارموندنې او د روږد کسانو په درملنه کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر په یوه راپور کې ویلي، چې په تېر کال کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۱۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو تل ادعا کړې، چې په افغانستان کې يې د نشه يي توکو کښت او قاچاق صفرکچې ته راټېټ کړى دى.

د طالبانو تر واک لاندې د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په هېواد کې د اروپايي ټولنې بشري مرستې او پراختیايي پروګرامونه او نور موضوعات هم د دغه کتنې د خبرو له موضوعاتو څخه وو.

په دې خبرپاڼه کې د اروپايي ټولنې د شارزدافېرې په حواله راغلي چې له طالبانو سره يې د اړيکو پر پياوړتيا ټينګار کړى دى.

خو په کابل کې د اروپايي ټولنې استازولۍ تر اوسه د دې غونډې په اړه څه نه دي ویلي.

په دې خبرپاڼه کې طالبانو همداراز ویلي، چې د دوی د لومړي وزیر سیاسي مرستیال په دې ناسته کې ویلي، طالبانو د افغانستان د خاورې په اړه د نړۍ ټولې اندېښنې په پام کې نيولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په اړه د مسکوفارمټ غونډه کې د چین، روسیې، پاکستان او ایران په ګډون ګډون کوونکو هېوادونو په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبان باید «ترهګرو» ډلو ته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) په خپل پنځه شپېتم فصلي راپور کې ویلي چې طالبان له تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي او القاعدې سره جوړجاړى کړى دى.

د سیګار په دغه راپور کې ویل شوي چې «طالبان د ټي ټي پي ملاتړ کوي او القاعدې ته یې اجازه ورکړې چې په افغانستان کې خپل پټنځایونه وساتي».