د قطر د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د (لړم ۱۹مه) اعلان وکړ چې هېواد به یې د حماس ډلې او اسرائیلو ترمنځ د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په برخه کې د منځګړیتوب لپاره خپلې هڅې ودروي. خو پرته له دې چې د جګړې دواړه خواوې د خبرو اترو د بیا پیل لپاره اړینه «لېوالتیا او جديت» وښيي.
قطر په وروستیو میاشتو کې د امریکا او مصر په همکارۍ هڅه کوي چې په غزه کې د جګړې د ښکېلو خواوو ترمنځ خبرې اترې پرمخ یوسي. خو له دې پروسې څخه د دغه هېواد وتل ښايي يوې هوکړې ته د رسېدو بهیر پېچلی کړي.
د رویټرز د راپور له مخې، قطر په ورته مهال وايي؛ په دوحه کې د حماس د سیاسي دفتر د راتلونکي په اړه ځینې راپورونه ناسم دي. خو هغه د نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې دغه خبري اژانس د امریکايي سرچینو له قوله وايي چې واشنګټن له قطر څخه غوښتي چې په دغه هېواد کې د حماس حضور محدود کړي.
یوه باخبره چارواکي ویلي دي چې د منځګړیتوب د هڅو په درولو سره، قطر دې پایلې ته رسېدلی چې په دغه هیواد کې د حماس سیاسي دفتر «نور فعالیت نه کوي».
خو د حماس چارواکو ویلي دي چې دوی ته تر اوسه په رسمي ډول نه دي ویل شوي چې ایا د دوی مشران به له دوحې څخه وایستل شي یا نه.
قطر له ۲۰۱۲ کال راهیسې د حماس ډلې د سیاسي مشرانو کوربه دی او د غزې او فلسطین د مسئلې په تړاو په بېلابېلو خبرو اترو کې یې مهم رول لوبولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې د حماس پر ضد د اسرائیلو د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۴۳۵۰۰ کسان وژل شوي او د دې سیمې ډېرې برخې په کنډوالو بدلې شوې دي.
په همدې حال کې قطر وايي، چې لس ورځې وړاندې یې د جګړې ښکېلو غاړو ته خبرداری ورکړی و، چې که هوکړې ته ونه رسېږي خپل منځګړیتوب به ودروي.
دغه هېواد ټینګار کړی، چې د دواړو خواوو د غوښتنې او جديت په صورت کې به منځګړیتوب ته بېرته ورشي.
تر دې مخکې ځینو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی و چې امریکا د حماس وروستي دریځ ته په پام سره له قطر څخه غوښتي چې په دوحه کې د دغې ډلې حضور د نه منلو وړ اعلان کړي.
که څه هم قطر د حماس د سیاسي دفتر د تړلو او یا د دغې ډلې د مشرانو د وتلو نېټه نه ده ټاکلې. خو په دغه هیواد کې د دغې ډلې شتون لا هم روښانه نه دی.
قطر چې د واشنګټن یو له مهمو غیر ناټو متحدینو څخه شمېرل کېږي، د لوېدیځ او ځینو سیمه ییزو ډلو ترمنځ په اړیکو کې یې مهم رول لوبولی دی او په منځني ختیځ کې د امریکا د ترټولو لویې هوایي اډې کوربه دی.