نړۍ

 پوتین په روسیه کې د«سختدریځۍ د ځپلو» امر وکړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د کورنیو چارو له وزارته غوښتي چې په روسیه کې د افراطیت د ځپلو لپاره هڅې پیاوړې کړي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، پوتین دغه غوښتنه د روسیې د کورنیو چارو وزارت د کارکوونکو د مسلکي ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې کړې، چې د نومبر په لسمه په دغه هېواد کې نمانځل کېږي.

پوتین په دې پیغام کې ویلي: «نن د روسیې خلک تمه لري چې په ټولو مهمو کاري برخو کې له تاسو څخه ژمنتیا او نوې پایلې وویني.»

نوموړي همداراز د «افراطیت» له ګواښونو سره د لا فعال چلند پر ارزښت هم ټینګار وکړ.

د روسیې ولسمشر زیاته کړه: «د افراطیت د ځپلو لپاره لا ډېر کار او ډېر فعال چلند هم اړین دی. افراطیت که په هره بڼه او ظاهر وي، حاکمیت، د اساسي قانون حکم او د خلکو امنیت ګواښي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د روسیې حکومت د «افراطیت» په ګډون له کورنیو ګواښونو سره د مقابلې لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي او په دغه هېواد کې د امنیت او ثبات د ټینګښت پر ارزښت ټینګار کوي.