ش
د بدخشان ولایت سیمه ییزو سرچینو آمو ته ویلي، چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې د کشم ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیه قومندان همایون له خپلو درېيو ساتونکو سره وژل شوی دی.
دا پېښه نن (شنبه د لړم په ۱۹مه) د بدخشان د مرکز اړوند د کشم – فیض آباد پر لاره رامنځته شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د طالبانو يو موټر له يوه مازدا موټر سره ټکر وکړ.
طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.