په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې د پروګرام مشرې سټیفاني لوز ویلي دي چې د هېواد ډیر کلیوال ښارونو ته کډه کوي.
هغه د کار فرصتونه، معیشت، ښه زده کړه او د پیسو ګټل ښارونو ته د افغانانو د تګ اصلي لاملونه بولي.
مېرمن لوز وايي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت«جدي» دی او دا د هغو ننګونو یوه برخه ده چې د دوی ورسره مخ دی.
هغه زیاتوي: «طالبانو داسې قوانین وضع کړي دي چې ښځې یې له عامه ژوند څخه بې برخې کړي دي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام مشرې همداراز وویل:« له یوې خوا دا ډېره مهمه ده چې ښځې وکولای شي په عامه ځایونو کې د اوسېدو ډاډ ترلاسه کړي. خو په ورته وخت کې، په ځانګړې توګه مهمه ده چې دوی ته ورسیږئ ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د دوی لپاره مناسب ځای چمتو شوی دی.»
سټېفاني لوز وايي، ملګري ملتونه اوس پر دې کار کوي، چې څنګه په اوسني چاپېريال کې د کلتور له پلوه د منلو وړ ځايونه رامنځته کړي او همدا راز داسې ځایونه برابر کړي، چې ښځې له کوره بهر ناسته پاسته او د وتلو لارې چارې ولري.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر هېواد د واک تر لاسه کولو وروسته په هېواد کې د ښځو او نجونو پر تګ راتګ سخت بندیزونه لګولي دي.
طالبانو ښځې او نجونې له زده کړو، کار او له ازادۍ او له کوره بهر د غږ پورته کولو څخه منع کړي دي.
په دې وروستیو کې د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) ویلي چې د امربالمعروف او نهى عن المنکر تر نامه د طالبانو نوي قانون د افغانانو اساسي حقونه محدود کړي دي.