د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) په خپل پنځه شپېتم درې میاشتني راپور کې ویلي، د امریکا، ملګرو ملتونو او د سیمې د هېوادونو د اندېښنو په لړ کې چې افغانستان د ترهګرو په خوندي ځاله بدل شوی دی. «ترهګرو» ډلې اوس هم په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
د دغه درې میاشتني راپور په امنیتي برخه کې سیګار ویلي چې طالبان د ټي ټي پي ملاتړ کوي او القاعدې ته یې اجازه ورکړې چې په افغانستان کې خپل خوندي پټنځایونه وساتي.
دغه راپور زیاتوي: «طالبان له القاعده شبکې او ټي ټي پى سره جوړجاړی کوي.»»
دغه بنسټ د ملګرو ملتونو د یوه راپور په حواله ویلي چې د القاعده شبکې ۱۲ غړي او لوړپوړي مشران اوس په افغانستان کې دي
د راپور په یوه برخه کې همداراز راغلي: «طالبان د ټي ټي پي ملاتړ کوي؛ یوه ډله چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په عمده توګه د افغانستان په شمال ختیځ کې د جنګیالیو شمېر یې د شپږ زره څخه تر شپږزره پنځه سوه پورې دی.»
د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر وايي، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دوحې په تړون کې د طالبانو له ژمنو سره سره؛ ترهګرو ډلو په افغانستان کې د طالبانو تر ادارې لاندې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.
دغه بنسټ زیاتوي چې که څه هم طالبانو د داعش او د دغې ډلې د خراسان څانګې پر ضد عملیات کړي دي. خو دوی لا هم نورې «ترهګرې» ډلې لکه القاعده شبکه او د پاکستان تحریک طالبان زغمي.
سیګار د جولای په میاشت کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې راپور ته په استناد ويلي چې د داعش خراسان له خوا ګواښ له افغانستانه بهر د دې ډلې د بریدونو له امله «لوړ شوی» دی. په ورته وخت کې دغه سازمان زیاتوي، چې داعش خراسان د طالبانو واکمني نه ګواښي او نه هم د افغانستان پر یوې برخې واکمني لري.
په دې راپور کې د ملګرو ملتونو د راپور په حواله راغلي: «داعش خراسان په لنډه موده کې د جګړې چمتووالی ساتي، عایدات او ګمارنې زیاتوي او په عین حال کې هڅه کوي چې د یوې سیمې یوه برخه په خپله اداره کې ولري.»
طالبانو تر دې مخکې د القاعده شبکې او د تحریک طالبان پاکستان په څېر له ترهګرو ډلو سره اړیکې لرل رد کړي او ویلي یې دي چې دغه ډلې په افغانستان کې پناه ځایونه نه لري. هغه ادعا چې د سیمې او نړۍ د نړیوالو سازمانونو او هېوادونو له خوا څو ځلې ننګول شوې او دغو سازمانونو او د نړۍ هېوادونو له دغو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پر پرې کولو ټینګار کړی دی.