د پاکستان په کویټه ښار کې د اورګاډي په تم ځای کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او ۵۳ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د کويټې د پولیسو قوماندان حمزه شفقات د دې پېښې د قربانیانو شمېر تایید کړی او ویلي یې دي چې دغه چادونه د «ځانمرګی» بريد په بڼه وه.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې يو شمېر پاکستاني سرتېري، چې شمېر يې تر اوسه معلوم نه دى، او ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
په همدې حال کې په سیمه کې د پاکستان د اوسپنې پټلۍ چارواکو ته امر شوی چې د دې برخې خدمات بند کړي.
د دغو راپورونو پر بنسټ، په دې پېښه کې د ټپي شويو کسانو شمېر د ٢٠ او ٥٠ ترمنځ دى، چې د شپږو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د يادونې وړ ده چې د دې پېښې پړه بلوچ د آزادۍ غورځنګ په غاړه اخيستې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د نجونو یوه ښوونځي او یوه روغتون ته څېرمه بمي چاودنې اته کسان ووژل چې شپږ یې ماشومان وو.
د بلوچستان لومړي وزیر سرفراز بوګټي د کوټې پر ریل ګاډي چاودنه غندلې او ویلي یې دي: «دا د بې ګناه خلکو په نښه کولو دوام دی.»
هغه پر اېکس په یوه مقاله کې، زیاته کړه چې د «ترهګرو هدف اوس بې ګناه خلک، کارګران، ماشومان او ښځې دي. هغه کسان چې بې ګناه خلک په نښه کوي د بخښنې مستحق نه دي.»
په همدې حال کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په یوه بيانيه کې دا پېښه په کلکه غندلې او د دې پېښې د څېړلو غوښتنه یې کړې ده.
هغه وويل: «تروريستان چې د بې ګناه خلکو ژوند او مال ته زيان رسوي، بايد دروند قيمت ادا کړي.»
د يادونې وړ ده چې د پاکستان په تېره بيا په بلوچستان او خيبر پښتونخوا ايالتونو کې د تېر کال په پرتله د ترهګرۍ په پېښو کې زياتوالی راغلی دی.
د پاکستان حکومت تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي او د بلوڅانو د آزادۍ غورځنګ د دغو تاوتریخوالو او پېښو عاملين بللي دي.