افغانستان

سیګار: د طالبانو اوسني قوانین او فرمانونه د نويمې لسیزې له سياستونو سره ورته دي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) په خپل پنځه شپېتم درې میاشتني راپور کې ویلي چې په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو امرونه، لارښوونې او د «امربالمعروف او نهى عن المنکر» قوانین د دوی د نويمې لسيزې پخوانیو تګلارو سره ورته دي. 

سيګار وايي، چې طالبانو د افغانستان تر واک لاندې راوستو له څخه د مخکې ژمنو سره سره په تېرو درېيو کلونو کې هغه تګلارې عملي کړې چې له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې يې د خپلې پخوانۍ واکمنۍ پر مهال ترسره کړې وې.

دغه سازمان د امريکا د سولې د انستيتوت د تحليل په حواله ويلي دي چې له شريعت او د اسلام له اصولو د طالبانو د نوي   قانون تعبير به د دوى ترمنځ داخلي کړکېچ لاپسې زياتوي.

سیګار زیاتوي چې د طالبانو نوي قانون د هېواد د وګړو بشري حقونه او د عامه او خصوصي ژوند اساسي آزادي محدوده کړې ده.

د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر په وینا، د طالبانو نوي قانون محتسبانو ته چې د پلي کولو دنده یې په غاړه لري، پراخ واکونه ورکړي دي.

د سیګار په وینا، د طالبانو د امربالمعروف  چارواکي آن د دې قانون پر بنسټ د وهلو او قصاص په څیر جسمي مجازات پلي کوي او همدارنګه د «زنا» په څیر قضیو پورې اړوند خلکو ته د  درو وهلو سزا لري.

سیګار ويلي، «دغه قانون په رسمي ډول د ښځو څو پاتې آزادۍ هم لغوه کوي او داسې ښکاري چې د نړیوالو منل شویو ارزښتونو د درناوي په اړه د طالبانو سره د تعامل په اړه د نړیوالې ټولنې نظر په مستقیم ډول ردوي.»

په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې د عمومي منشي او د اجراییه رییس د مرستیالې سیما باهوس په حواله ویل شوي چې هغې د دغه قانون د ګواښ په اړه امنیت شورا ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د طالبانو د نوي قانون له پلي کېدو وروسته  به د میندو د مړینې احتمال او د ځان وژنې پېښې ۵۰ سلنه ډیرې شي. له بلې خوا، دا مسله به د افغانستان په اقتصاد ویجاړونکی اغېزه ولري.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د طالبانو نوی قانون د یو شمېر ښځو له خوا له سختو او جدي غبرګونونو سره مخ شوی او په هېواد کې دننه او بهر افغان مېرمنو په ټولنيزو شبکو کې د سندرو ویلو د ویډیوګانو په خپرولو سره د طالبانو د قانون، په ځانګړې توګه د دوى په غږ د بندیز په اړه اعتراضونه کړي دي.

په دې راپور کې د ښځو د حقونو د فعالې فاطمې اعتمادي له قوله راغلي چې طالبان« هره ورځ د ښځو د محدودولو لپاره نوې لارې لټوي. او تر هغه دوى ژوندي وي، پر ښځې ظلم کوي.»

سیګار زیاتوي چې د طالبانو امربالمعروف قانون پر دې فرضیې ولاړ دى چې «د ښځو غږ عورت یا د فتنې سرچینه ده.»

دغه بنسټ وايي، د طالبانو نوي قانون نه یوازې ښځې په ځانګړې توګه په نښه کړې دي؛ دې کار د افغانانو حقونه او آزادي هم محدوده کړې ده.

په دغه راپور کې د واشنګټن پوسټ په حواله راغلي چې یو شمېر افغانان له دې وېره لري چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبينو له خوا له پوښتنو ګروېږنو او سپکاوي سره مخ نه شي.

د افغانستان د بیارغاونې په چارو کې د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر وايي، د طالبانو امربالمعروف محتسبانو د نوي قانون له تصویب وروسته د هغو خلکو کورونو ته ورغلي چې په جوماتونو کې د جمعې لمونځ نه کوي.

دغه سازمان همداراز وايي، چې د طالبانو امربالمعروف محتسبين خلک په جوماتونو کې د جماعت ته د نه حاضرېدو په صورت کې محکمې ته حاضروي او کله ناکله د خپل شريعت د تعبير پر بنسټ محکوموي.