افغانستان

ایران او پاکستان په یوه اونۍ کې څه باندې ۱۲۰۰ کډوالې کورنۍ اېستلي دي

انځور له آرشیف

د هغو شمېرو پربنسټ چې آمو د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر آژانس د راپورنو څخه راټولې کړي، ایران او پاکستان په تېره یوه اونۍ کې (د لړم له ۱۱ څخه تر ۱۸ پورې) يو زرو ۲۳۹ افغان کډوالې کورنۍ اېستلي دي.

د دې شمېرو له مخې په تېره یوه اوونۍ کې ایران ۹۴۲ او پاکستان ۲۹۷ کډوالې کورنۍ  «په جبري او اختیاري» ډول ایستلې دي.

په تېره یوه اوونۍ کې ۱۲۹ کورنۍ د تورخم او ۱۶۸ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.

په همدې حال کې د دغو راټولو شویو شمېرو پر بنسټ، ۳۶۴ کورنۍ د نیمروز ولایت د پل ابر شم له لارې او ۵۷۸ نورې کورنۍ د هرات د اسلام کلا له پولې هېواد ته داخلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران او پاکستان یوه اوونۍ وړاندې يو زرو۴۰۳ افغان کډوال کورنۍ شړلي دي.

په ورته وخت کې، د ایران د کورنیو چارو وزارت سلاکار او د بهرنیو اتباعو او کډوالو د مرکز مشر، نادریار احمدي ويلي چې خپل هیواد ته د «بې اسناده» اتباعو اېستل سږکال د ایران له مهمو پلانونو او پالیسیو څخه دي.

د هغه په ​​وينا، د دوغارون پوله د دغه هېواد تر ټولو مهمه ختيځه پوله ده چې له دې لارې ډېرى افغان کډوال خپل هېواد ته ستنول کېږي.

له بلې خوا، پاکستان د افغان کډوالو د «جبري» اخراج بهیر ته دوام ورکړی دی.