نړۍ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر: د غزې په جګړه کې ۷۰ سلنه وژل شوي ماشومان او ښځې دي

په فلسطین کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر اعلان کړی چې په غزه کې د جګړې د تلفاتو ۷۰ سلنه ماشومان او ښځې دي.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه سازمان ویلي چې دغه جنګي چلند «د نړیوال بشري قانون له بنسټیزو اصولو سیستماتیک سرغړونه» ده او دوى يې غندي.

د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر دغه احصايې د درېيو سرچينو له خوا د وړاندې شويو راپورونو پر بنسټ برابرې کړې دي او د حماس پر وړاندې د اسراٸيلو د جګړې له پيل راهيسې د دغه سازمان له خوا د مرګ ژوبلې شمېرنه لا هم روانه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر د راپور له مخې په دې جګړه کې ۸زره۱۱۹ تنه قربانیان چې ټول یې ماشومان او ښځې دي، تایید شوي دي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ (د لړم۱۸) په خپل ۳۲ مخیز راپور کې وویل: «دا موندنې د تمايز او تناسب مسٸلې په ګډون د نړیوال بشردوستانه قانون له بنسټیزو اصولو څخه په سیستماتیک ډول سرغړونه په ګوته کوي.»

په همدې حال کې د بشري حقونو عالي کمېسيون ویلي دي: «له نړیوالو قوانینو څخه د جدي سرغړونو د تورونو په اړه لازمه څېړنه باید د معتبرو او بې پرې قضایي ارګانونو له لارې ترسره سي او په ورته وخت کې باید ټول اړوند معلومات او شواهد وړاندې، راټول او وساتل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په ملګرو ملتونو کې د اسراٸيلو دایمي استازولۍ دا راپور په بشپړ ډول رد کړى دى.

په ملګروملتونو کې د اسرائیلو استازی وویل: «د بشری حقوقو دفتر نه شی کولای ميداني واقعیتونه په دقیق ډول منعکس کړی او دغه دفتر په غزه کې په قصدی ډول د ملکیانو په زیانمنولو کې د حماس او نورو ترهګرو ډلو پراخ رول له پامه غورځولی دی.»

اسرائیلي چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې حماس په قصدي ډول د ملکي خلکو په منځ کې پټیږي او له هغوی څخه د انساني سپر په توګه کار اخلي؛ نو د دوی د مرګ مسؤلیت د حماس د عسکرو په اوږو دی.

خو حماس تر دې مخکې د ملکي وګړو او ملکي زېربناوو څخه د روغتونونو په ګډون د انساني سپر په توګه کار اخیستل رد کړي دي.