نړۍ

د امريكا په کانګرېس کې د اکثریت څوکیو لپاره د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټانو ترمنځ سیالي 

په امریکا کې جمهوري غوښتونکي او ډیموکراتان د امریکا د استازو په مجلس یا کانګرېس کې د اکثریت څوکیو د ګټلو لپاره د سیالۍ په حال کې دي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، جمهوري غوښتونکو تر اوسه د امریکا د استازو جرګې له ۴۳۵ څوکیو څخه ۲۱۱ څوکۍ ګټلي دي.

د ٢٤ څوکیو برخلیک، چې ډیری یې د نیویارک او کلیفورنیا په مهمو ایالتونو پورې اړه لري، لا هم روښانه نه ده. خو په ورته وخت کې ډیموکراتان توانېدلي چې له دغو ایالتونو څخه دوه څوکۍ وګټي.

د يادونې وړ ده چې تر اوسه د شمېرل شويو رايو د پايلو له مخې په کانګرېس کې د اکثريت د ترلاسه کولو لپاره ديموکراتان ١٨ څوکيو او جمهوري غوښتونکي ٧ نورو څوکيو ته اړتيا لري.

له بلې خوا،  ټاکل شوې جې جمهوري غوښتونکي به په سنا کې لږترلږه ۵۳ څوکۍ اکثریت ولري.

په کانګرېس کې د جمهوري غوښتونکو بشپړ کنټرول به ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته د مالیاتو د کمولو، د انرژۍ د کنټرول او د سرحدونو امنیت اداره کولو په ګډون د خپلو پالیسیو د تعقیبولو لپاره ډیر فرصت ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې لورا ګیلن د متحده ایالاتو جمهوري غوښتونکي استازي انتوني ډیپوزیټو ته ماتې ورکړه ترڅو د نیویارک ښار د لانګ ټاپو د ښارګوټو د یوې برخې استازیتوب وکړي، او جاش ریلی د متحده ایالاتو د جمهوري غوښتونکي استازي مارک مولینارو د دغه ایالت په کاټس-کلتس سيمه کې ماتې ورکړه.

د دغه خبری آژانس د راپور پر بنسټ، په نبراسکا کی، د امریکا منځلارى جمهوري غوښتونکی استازی ډان بیکن د اوماها په یوه لیبرال ولسوالی کی دیموکرات تونی وارګاس ته ماته ورکړه.

د يادولو وړ ده، چې په سنا کې د جمهوري غوښتونکو اکثریت دغه ګوند ته اجازه ورکوي چې د ډونلډ ټرمپ له خوا د کابینې د غړو، قاضیانو او نورو کارکوونکو د ټاکلو طرحه تاييد کړي.