افغانستان

هندوستان ټایمز: پر ټرمپ بريد کوونکى د ایران لخوا ګمارل شوى افغان دی

Donald, Trump, U.S. elected President

هندوستان ټایمز راپور ورکړی چې فرهاد شاکري چې د امریکا د عدلیې وزارت يې د ډونلډ ټرمپ د وژنې لپاره د ایران د حکومت لخوا ګمارل شوى بولي، د افغانستان دی.

تر دې مخکې د امریکا د عدلیې وزارت اعلان کړی و، چې ۵۱ کلن فرهاد شاکري او د هغه دوه ملګرو د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د ښاغلي ټرمپ د وژنې د څارنې او پلان جوړولو دنده پر غاړه درلوده. خو ریرا ولوادهولت او د هغه دوه ملګري پرون په نیویارک کې ونیول شول او محکمې ته حاضر شول. شاکري لا تر اوسه په بند کې دی او ګومان کیږي چې په ایران کې اوسېږي.

هندوستان ټایمز لیکي چې فرهاد شاکري په ۲۰۰۸ کال کې د غلا په تور له ۱۴ کلونو بند تېرولو وروسته له زندانه خوشې شو او بیا يې د ایران په سپاه پاسداران کې غړيتوب ترلاسه کړ.

د دې ورځپاڼې په وینا نوموړی په ۱۹۹۴ کال کې په امریکا کې د غلا په تور ونیول شو او بیا د “ووډبورن اصلاحي مرکز” په څېر دولتي زندانونو کې ساتل کېده.

د دغه راپور پر بنسټ، فرهاد شاکري په ځوانۍ کې امریکا ته تللی و. خو د تحقیقاتو فدرالي ادارې (اېف بي آى) د هغه د راتګ کال او د اوسیدو ځای نه دی په ډاګه کړی.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، د دغه محکومیت پر مهال هغه له خپلو دوو همکارانو سره د ښاغلي ټرمپ په ناکامه وژنه تورن شوى.

۵۱ کلن فرهاد شاکري د خپلو دوو امریکايي همکارانو په ګډون د بروکلین اوسېدونکی ۴۹ کارلايل ریورا (چې په پاپ مشهور دى) او ۳۶ کلن جوناټون لواډ هولټ د استاتن آيلنډ اوسېدونکى د یوه ایراني الاصله امریکايي د وژنې په جرم په نیویارک کې تورن شوي دي. 

ایران ولې د امریکا اوسنی منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نښه کوي؟

تهران په عراق کې د ایران د قدس ځواک پر قوماندان قاسم سلیماني د برید او بیا د هغه د وژنې پړه پر ډونلډ ټرمپ اچوي. په دغه ایراني قومندان باندې د امریکايي ځواکونو له خوا د هوايي برید پر مهال د امریکا ولسمشر ښاغلى ټرمپ و او تهران باور لري چې دا برید د هغه په ​​امر ترسره شوی دی.

د قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته، ښاغلی ټرمپ د وژنې د څو ناکامو هڅو هدف و؛ ځکه هغه مخکې ګواښ کړی و چې واک ته له رسېدو وروسته به ایران په «اېرو» بدل کړي.

فرهاد شاکري په امریکا کې د نومبر د پنځمې نېټې له رای ورکولو یوازې یوه میاشت مخکې د ټرمپ د وژلو امر صادر کړ.

د هندوستان ټایمز په وینا، په ثبت شویو تلیفونونو خبرو کې، هغه اېف بي آى ته خبر ورکړ چې هغه په ​​خپل وخت د عملیاتو د بشپړولو اراده نه لري.

وروسته شاکري ته امر وشو چې پلان وځنډوي؛ ځکه چې ایران باور درلود چې ټرمپ به په ټاکنو کې ناکامېږي او د ولسمشرۍ د پټو خدماتو له ساتنې پرته به هغه ته رسېدل آسانه وي.

د امریکا لوی څارنوال مريک بي ګارلینډ مخکې په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو: «ایران د متحده ایالاتو ملي امنیت ته یو له جدي ګواښونو څخه دی.د عدلیې وزارت د ایران د رژیم یو نماينده تورن کړی چې د جنایتکارانو یوې شبکې ته یې لارښوونه کړې چې د ولسمشر ټرمپ په ګډون د مختلفو هدفونو په وړاندې د ایران د وژنې دسیسې ترسره کړي. دغه راز دوه نور کسان د یوه امریکايي خبریال د وژلو په هڅه کې د همکارۍ په تور نیول شوي چې د رژیم یو نامتو منتقد دی.»

په همدې حال کې د اېف بي آى مشر کریسټوفر راي د دې قضیې په اړه ویلي دي: «دا تورونه د ډونلډ ټرمپ او د تهران د رژیم د نورو مخالفینو په ګډون د امریکايي اتباعو په نښه کولو لپاره د ایران د بې پروا هڅو د دوام ښودنه کوي. سپاه پاسداران په دې هېواد کې د امریکايي اتباعو پر ضد جنایتکارانه اعمالو ته دوام ورکوي او د تروریستي عملیاتو پلان لري چې د منلو وړ نه ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې متحده ایالاتو اعلان کړى چې فرهاد شاکري او د هغه ملګري د «پیسو په بدل کې د وژنې» په تور چې سزا يې تر لسو کلونو پورې بند دى او همدارنګه «د پیسو مینځلو دسیسه» چې مجازات يې تر شلو کلونو پورې بند دى، محکوم شوي دي.