افغانستان

په کابل کې له طالب چارواکو سره د هندي پلاوي ليدنه

د هند د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی چې مشري یې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال جې پي سنګهـ کوي له تېرو څو ورځو راهیسې په کابل کې له طالب چارواکو سره لیده کاته او سلا مشورې کوي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هند له ځانګړي استازي سره پر سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هندوستان دبهرنيو چارو وزارت مرستيال طالبانو د دفاع له وزير محمد يعقوب مجاهد سره په کتنه کې ددواړو لورو ترمنځ دهمکاريو په پياوړتيا ټينګار وکړ.

دا ليدنې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د هند ټول سیاسي ماموریتونه د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته وتړل شول او تر اوسه دغه هېواد په افغانستان کې د سیاسي استازولۍ کوم فعال دفتر نه لري.

دا غونډې په داسې حال کې ترسره کېږي چې له اسلام اباد سره د طالبانو اړیکې مخ په خرابېدو دي او نوی ډهلي له طالبانو سره د څو اړخېزو اړیکو د ټینګولو هڅې کوي.

د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او د ایران او پاکستان په چارو کې د دغه هېواد ځانګړی استازى تازه کابل ته راغلى دى.

ظاهراً هند په اصل کې له طالبانو سره د امنیتي او سیاسي اړیکو د ټینګولو هڅه کوي.

خو د دغو ناستو نور جزیات نه دي په ډاګه شوي.

تر دې مخکې د ایران او پاکستان لپاره د هند ځانګړي استازي له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي وو.

یو شمېر امنیتي او سیاسي کارپوهان وايي، هند هڅه کوي په داسې حال کې د طالبانو په واک کې افغانستان کې خپل سیاسي او امنیتي دریځ پیاوړی کړي، چې له اسلام اباد سره د طالبانو اړیکې خرابېږي.

په ورته وخت کې هېوادوالو د سیمې او نړۍ له هېوادونو په ځانګړې توګه له هند څخه غوښتي، چې له طالبانو سره د سیاسي هوکړې لپاره د افغانانو د غوښتنو قرباني نه کړي.

د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې د طالبانو له راتګ وروسته هند په افغانستان کې خپلې ټولې سياسي نمايندګۍ وتړلې او تر اوسه دغه هېواد په افغانستان کې فعاله استازيتوب نه لري.

دغه هېواد په رسمي توګه په هند کې د افغانستان په سفارت او سیاسي ماموریتونو کې د طالبانو استازي نه دي منلي.

خو د سیاسي چارو د کارپوهانو په آند هند هڅه کوي چې د طالبانو او اسلام آباد تر منځ له خړو اړیکو څخه په استفادې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې خپل سیاسي او امنیتي نفوذ پیاوړی کړي. هغه څه چې پاکستان ته به د زغملو نه وي.