د هرات – اسلام کلا پر لويه لاره د ترافيکي پېښې له امله يو تن خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د هرات ولايت سرچينو د يوې وېډيو په لېږلو سره چې آمو يې د «زړه بړږنوونکي وضعیت » له امله له خپرولو ډډه کوي، وايي چې په دې پېښه کې يو شمېر کسان ټپيان شوي دي. خو کره شمېرې یې معلومې نه دي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه پېښه نن (پنجشنبه د لړم په ١٧مه) شاوخوا ١٢ بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې يو کرولا موټر له عمومي سړک څخه واوښت او چپه شو.
دا په داسې حال کې ده، چې د آمو ټلوېزيون د راټولو شويو شمېرو پر بنسټ، په تېرو درېيو مياشتو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په بېلابېلو ترافيکي پېښو کې د دغه يوه کس په ګډون له ٢٠٠ ډېر کسان وژل شوي او نږدې ٣٠٠ نور ټپيان شوي دي.
دا احصایه د دې پیښو له امله د تلفاتو په تاریخ کې زیاتوالی ښیي.
په هېواد کې د طالبانو تر واک لاندې د ترافيکو رياست مسوولينو له دې وړاندې ويلي وو، چې ډېرى دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او همداراز د موټرونو د تېز سرعت له امله رامنځته کېږي.