افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې کورنۍ د بې وزلۍ له امله وړې نجونې ودوي

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې یو شمېر کورنۍ د بې وزلۍ او لوږې له امله خپلې وړې لوڼې په نکاح ورکوي.

دغه سازمان پر اېکس د یوې ویډیو په خپرولو سره دغه وضعیت په افغانستان کې د ځینو کورنیو لپاره یوه زړه بوږنونکې کیسه بللې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام پرله پسې وچکالي او د موسم بحران په افغانستان کې د بې وزلۍ اصلي لاملونه ګڼي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل یوه راپور کې ویلي و، چې افغانستان په تېرو درېیو کلونو کې ۶،۷ میلیارده ډالره مرسته ترلاسه کړې، خو په هېواد کې اقتصادي بحران لا هم دوام لري.

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې د سره صلیب نړیوال فدراسیون په خپل تازه راپور کې ټینګار کړی، چې سږ کال په افغانستان کې ۲۳،۷ میلیونه خلک «بېړنيو» بشري مرستو ته اړتیا لري.

د سره صليب نړيوال فدراسيون زياته کړې، چې په افغانستان کې بشري ناورين نور هم پېچلى شوى او دغه هېواد له اوږدمهاله ننګونو سره مخ دى.

دغه سازمان په افغانستان کې د طبیعي پېښو پرله پسې تکرار، د موسمي بدلون اغېزې، داخلي بې ځایه کېدل، اقتصادي ستونزې، د خوراکي توکو نا خوندیتوب او د روغتیا په برخه کې ننګونې په افغانستان کې د بشري بحرانونو اصلي لاملونه بللي دي.