استرالیا په دغه هېواد کې تر راتلونکي کال تر ۱۶ کلونو کم عمره ماشومانو لپاره د ټولنیزو شبکو کارول منع کوي.
د رویټرز د راپور له مخې، د استرالیا لومړي وزیر انتوني آلبانیز د پنجشنبې په ورځ (لړم ۱۷) اعلان وکړ چې هېواد به یې د راتلونکي کال تر پایه د «نړۍ مخکښ اقدامات» تر سرلیک لاندې له ۱۶ کلنو څخه د کم عمره ماشومانو له خوا د ټولنیزو شبکو د کارولو منع لپاره نوى قانون وضع کړي.
د راپور له مخې، آسټرالیا د عمر تصدیق کولو جوړښت د ازموېلو په حال کې ده، ترڅو د ماشومانو ټولنیز پلیټفارمونو ته د لاسرسي مخه ونیسي.
د استرالیا لومړي وزیر په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «ټولنیز رسنۍ زموږ ماشومانو ته زیان رسوي او زه ترې کار اخلم.»
ښاغلي آلبانيز ویلي دي چې د ماشومانو فزیکي او رواني روغتیا د ټولنیزو رسنیو د زیاتې کارونې، په ځانګړې توګه د نجونو لپاره د بدن د انځور او هلکانو ته د «ښځو ځپنې» په موخه د منځپانګې د ناوړه نندارې له امله، له امله له خطر سره مخ ده.
هغه وايي: «که تاسو يو ۱۴ کلن ماشوم ياست او دا شیان ترلاسه کوئ، او د ژوند د بدلونونو او بلوغت څخه تیریږي، ممکن ده چې ډېر ستونزمن وخت وي، او هغه څه چې موږ یې اورو او بیا عمل کوو.»
د اسټرالیا د حکومت دغه پالیسي د ماشومانو له خوا د ټولنیزو شبکو د کارولو په اړه یو له سختو پالیسیو څخه ګڼل کیږي.
په عین حال کې، یو شمیر هیوادونو لا دمخه د قوانینو له مخې د ماشومانو لخوا د ټولنیزو رسنیو د کارولو د محدودولو ژمنه کړې.
خو ښاغلي البانيز په دې خبري غونډه کې وویل چې د دې مسلې اړوند قانون به سږ کال د استرالیا پارلمان ته وړاندې شي او د قانون جوړونکو له خوا تر تصویب ۱۲ میاشتې وروسته به عملي شي.
په همدې حال کې د استرالیا اپوزیسیون لیبرال ګوند هم له دغه بندیز څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
د آسټرالیا لومړي وزیر زیاته کړه چې دغه مسؤلیت به د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارمونو پر غاړه باندې وي ترڅو وښیې چې دوی د ماشومانو لخوا د لاسرسي مخنیوي لپاره مناسب ګامونه پورته کوي، او والدینو یا ځوانانو ته نه ورګرځي.