افغانستان

د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د امیرخان متقي سره پر سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې وکړې

د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جې پي سینګ کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره پر سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې وکړې.

د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې امیرخان متقي له ښاغلي سنګهـ وغوښتل چې د افغانستان اتباعو په ځانګړې توګه د افغانستان سوداګرو ته د ویزو په ورکولو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د طالبانو تر ادارې لاندې د هند او افغانستان اړیکې مهمې وبللې او د هغې پر پرمختګ یې هم ټینګار وکړ.

د هند د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د دې کتنې په اړه څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي دفاع وزارت هم په کابل کې د هند د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر چي پي سنګ او ورسره مل پلاوي سره د محمد یعقوب مجاهد د لیدنې خبر ورکړى و.

د طالبانو تر واک لاندې د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، دواړو لورو د دوه اړخېزو اړیکو د پراختيا په اړه خپل هوډ څرګند کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د جمهوري نظام له ړنګېدو او په هېواد کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته هند له افغانستان سره خپلې اړيکې تر ټولو ټيټې کچې ته راټيټې کړې او له تېر حکومت سره يې د ستراتيژيکو اړيکو له امله دغه هېواد د طالبانو پر وړاندې له احتياط څخه کار اخيستى دى.

د يادولو وړ ده، چې په افغانستان کې د هند شتون د پاکستان لپاره هم د اندېښنې لامل شوی، چې د دغه هېواد چارواکو تل په ښکاره په دې کړه په کراتو خبرې کړې دي.

په ورته وخت کې هند د افغانستان د بیارغاونې په برخه کې یو له مهمو مرسته کوونکو څخه دی، چې په هرات ولایت کې د سلما بند پروژه او د افغانستان د پارلمان ودانۍ د دغه هېواد په مرسته جوړې شوې دي.